چاریکار (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۱): په کاپیسا کې د افغانستان خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې مرستيال او د پژواک خبري اژانس ځايي خبريال عبدالحنان محمدي له څلور میاشتې بند وروسته نن خوشی شو.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې د روان کال د غبرګولې په ۲۳مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي وو چې محمدي د غبرګولي په ۲۲مه په داسې حال چې د راپور پر جوړولو بوخت و، امنيتي ځواکونو ونيو.
عبدالحنان محمدي نن پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې وويل چې له بنده خلاص شوی او دا مهال د خپل کور پر لور روان دی.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې (FIJA) هم يوه اعلاميه خپره کړې او په کې راغلي چې عبدالحنان محمدي د اسلامي امارت ځواکونو له بنده خلاص شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP