فراه (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): د فراه روغتيايي سرچينې وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د رواني ناروغيو ۷۱۲ پېښې ثبت شوې دي.
د فراه ولایتي روغتون امر ډاکټر صلاحالدین احدي نن (د تلې ۹مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ روغتون ته په تېره یوه میاشت کې پر رواني ناروغۍ ۷۱۲ اخته کسانو مراجعه کړې او ثبت شوي دي.»
ده وویل، دوی ته هره ورځ پر رواني ناروغۍ اخته لږ تر لږه ۵۰ کسان مراجعه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په ۷۱۲ ثبت شویو ناروغانو کې، ۳۶۷ ښځې شاملې دي.
هغه وویل، ۲۱ کسان چې ناروغي يې سخته وه لا هم په روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې دي.
احدي زیاته کړه چې دوی په ولایتي روغتون کې د رواني ناروغيو لپاره پنځه بستره بېل کړي او په دې برخه کې یو متخصص ډاکټر او دوه مشاورین کار کوي.
د رواني ناروغۍ متخصص ډاکټر فریداحمد سلطاني وايي، بېوزلي او تاوتریخوالی د رواني ناروغيو اصلي او مهم لاملونه دي.
ده وویل: «له رواني ناروغۍ د خلاصون لار پر نفس اعتماد او وخت پر وخت له متخصص ډاکټر سره مشوره کول دي.»
یاد رغتون ته د فراه ولایت له مرکز تخت او تویسک سیمې راغلې ناروغه حورا وايي: «اقتصادي وضع مو ښه نه ده، زامن مې ساده کارګر دي او کله چې هغوی د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په موخه مسافر شي، زه خپه کېږم او عصبي ستونزې راته پيدا کېږي.»
د فراه ولایتي روغتون ته له بالابلوک ولسوالۍ راغلې پر رواني ناروغۍ اخته ښځه نسیمه وايي، کور کې يې جنجالونه او تاوتریخوالی ډېر دی او له دې امله ورته عصبي ستونزې پيدا شوې دي.
دې وویل چې له څلورو کلونو راهيسې رواني ناروغه ده او وخت ناوخت ډاکټر ته مراجعه کوي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن