ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې مرګ ژوبله؛ ځینې سرچینې ۶۹، خو ځینې ۱۳۰ ښیي

تېره اونۍ افغانستان کې مرګ ژوبله؛ ځینې سرچینې ۶۹، خو ځینې ۱۳۰ ښیي

author avatar
1 Oct 2022 - 19:42
تېره اونۍ افغانستان کې مرګ ژوبله؛ ځینې سرچینې ۶۹، خو ځینې ۱۳۰ ښیي
author avatar
1 Oct 2022 - 19:42

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۱): تېره اونۍ د تعلیم د فرضیت او مباح‌والي په اړه د چارواکو څرګندونې د ټولنیزو رسنیو د بحث ګرمه موضوع وه او په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» شتون په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې هم، له غبرګونونو سره مخ شوې.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی: تعلیم مطلق پر نر او ښځه فرض دی.
  • د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفی: دنیوي علم مباح دی.
  • د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف: پاکستان له افغانستانه د «ترهګرو ډلو» د ګواښونو په اړه اندېښنه لري.
  • شیرمحمد عباس ستانکزي د شریف خبرې رد کړې او له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې د افغانستان پر موضوع دې تجارت نه کوي.
  • حامد کرزی او ځیني افغان شنونکي د شهباز شریف د خبرو په غبرګون کې: د تروریزم مرکز په پاکستان کې دی.
  • پاکستان له امریکا وغوښتل چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره نېغ په نېغه تعامل وکړي.
  • پوټزل: که د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره مثبت تعامل ونه کړي، له انزوا سره به مخ شي.
  • افغانستان له روسیې سره د تېلو، اوبلن ګاز او غنمو واردولو هوکړه لاسلیک کړه.
  • د حکمتیار طرحه: اوسنی حکومت، وسله‌وال مخالفین او سوله غوښتونکي افغان شخصیتونه دې له بحرانه د وتلو لپاره مذاکرات وکړي.

مرګ‌ژوبله

د مرګ ژوبلې په اړه سرچینې بېلابېلې څرګندونې کوي.

د کابل امنیه قومانداني وایي، تېره ورځ د دشت برچي په کاج ښوونيز مرکز کې د ځانمرګي بريد له امله، ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي، خو يوناما وايي د دوی شمېرې ښيي چې په یاد بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، په بدخشان کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي او په فراه کې هم د یوه وژل شوي کس مړی موندل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو د تخار په چال ولسوالۍ کې څلور وسله‌وال مخالفين وژلي، ناپېژاندو وسله‌والو د دغه ولایت په مرکز تالقان کې يوه ښځه او په درقد ولسوالۍ کې دوه کسان وژلي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځېنو پېښو په اړه یې راپور نه وي تر لاسه کړی او یا سرچینو د دغې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه وي ښودلی.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

تعلیم فرض دی که مباح؟

د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان سرپرست حکومت په هماغه ورځ د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل وځنډاوه او ویې ویل، په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې دا ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

تېره اونۍ، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن رامنځته کېدو لامل وباله او د دغو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو غوښتنه یې وکړه.

ستانکزی وايي: «ما څو ځله ویلي او اوس هم په څرګندو ټکو سره وایم چې زده‌کړه په نر او ښځه فرض ده. مهمه خبره دا ده چې ښوونه او روزنه باید خلاصه شي، پرته له تبعیضه د نارینه او ښځو پر مخ پرانیستل شي. عالمان موجود دي، هېڅوک یې له فرضیته انکار نه شي کولای، تعلیم مطلق پر نر او ښځه فرض دی، باید د ښوونځیو او مدرسو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.»

ستانکزي د هېواد پرمختګ د خلکو په ښوونې او روزنې پورې تړلى وباله، زده‌کړه يې د نر او ښځې لپاره فرض وبلله او د نجونو او هلکانو لپاره يې د ښوونځيو پر ژر تره ژره پرانیستلو ټينګار وکړ، ويې ويل، په دې برخه کې هېڅ ډول خنډ نشته، ټول خلک غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

خو د امربالمعروف وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي بيا وویل، دنیوي علم مباح دی او کله چې د مباح او د امیر د حکم ترمنځ تعارض راشي، د امیر حکم بیا واجب دی.

دغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې د بحث ګرمه موضوع شوه او خلکو په دې اړه بېلابېلې لیکنې او تبصرې وکړې.

د حفيظ‌الدين پيرزاده په نوم یوه کس لیکلي: «ھغه علم چې انسان پرې مسلمان/مومن کیږ‎ي او خپل روزمرہ دیني واجبات پر اداء کوي، فرض عین او نور یې کفایي فرض دي… د علم مطلقه زدہ‌کړ‎ہ فرض دہ، چې بیا وروسته د دیني او دنیایي اړ‎تیاوو له مخې پر فرض عین او کفایي ویشل شوې دہ؛ د مباح خبرہ اصلاً مطرح نه دہ.»

هغه وایي، د علم په فرضیت کې به تر دې بل پورته دلیل څه وي چې پیغمبر علیه السلام ورته د “فریضة” کلمه کارولې
(طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ.)

د شهباز شريف څرګندونو ته د افغانانو غبرګون

وړمه جمعه، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۷مې کلنۍ عمومي غونډې ته ویلي و چې هېواد یې له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای له افغانستانه د «ترهګرو ډلو» د ګواښونو په اړه اندېښنه لري.

ده ویلي، پاکستان له نړۍوالې ټولنې سره په هغو اندېښنو کې شریک دی چې په افغانستان کې له «لویو ترهګرو» ډلو لکه داعش، پاکستاني طالبان (ټي‌‌ټي‌پي)، القاعدې، د شرقي ترکستان اسلامي ډله (ای‌ټي‌‎ای‌‎اېم) او د ازبکستان د اسلامي تحریک (ای‌‎ايم‎‎‎‌یو) د فعالیتونو په اړه یې لري.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یادو څرګندونو په غبرګون کې وویل، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له افغانستانه د ترهګرۍ خطر د شتون په اړه د امریکا، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو د استازو اندېښنې بې‌ځایه او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د شهباز شريف د څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې نور پر نړۍوالو غونډو کې د افغانستان پر موضوع «تجارت» او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

هغه وویل:‌ «ښاغلي شهباز شریف او ښاغلي بوټو صاحب ته دا خبره کوم کله چې تاسو غږېږئ او شاوخوا مو ټوله غربي نړۍ ولاړه وي، دومره مه مغروره کېږئ چې خپله ژبه هم درنه هېره شي. څه چې په خوله درځي وایئ یې او د هغوی د خوشحالولو لپاره دا کار کوئ.»

ستانکزی وايي، پاکستاني چارواکي دې داسې څرګندونې نه کوي چې د افغانستان د خلکو د حیثیت په اړه داسې خبرې وکړي چې افغانستان پرې بدنام کړي او دوی پرې یو څو روپۍ ترلاسه کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځینو افغان شنونکو هم د پاکستان د لومړي وزیر یادې څرګندونې بې بنسټه وبللې او ویې ویل، د ترهګرۍ مرکز په پاکستان کې دی.

په پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف وویل: «د افغانستان په اړه د شهباز شریف زهرجنې او دروغجنې خبرې د یوې نوې دسیسې ښکارندویې کوي، دوی غواړي چې خپل ناولي لغوړن او خیرن لاسونه د افغان په لمن پاک کړي، او هغه څه چې دوی د ابزارو په توګه استفاده کول، په یوه بله طریقه استفاده کړي.»

له افغان سرپرست حکومت سره تعامل

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارکس پوټزل د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل که د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره مثبت تعامل ونه کړي، له انزوا سره به مخ شي.

دا په داسې کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې له نړۍ سره د متقابل احترام په چوکاټ کې مثبت تعامل غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له خپل پاکستاني سیال سره د افغانستان او سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې وکړې او له زرداري سره په ګډه خبري ناسته کې وویل: «تر دوو لسیزو پورې د امریکا او پاکستان یوه ګډه موخه دا وه چې په افغانستان کې سوله راولي.»، هغه زیاته کړه چې دوی اوس هم د یوه باثباته افغانستان غوښتونکي دي.

تېره اونۍ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له امریکا وغوښتل چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره نېغ په نېغه تعامل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اوسنی حکومت له یو شمېر هېوادونو سره په مستقیم ډول تعامل لري.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره اونۍ له روسیې څخه افغانستان ته د تېلو، اوبلن ګاز او غنمو واردولو هوکړه لاسلیک کړه.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په کال کې د دوه میلیون ټنو تېلو، پنځه سوه زره ټنه اوبلن ګاز او دوه میلیون ټنه غنمو پېرېدل په دغه هوکړه‌لیک کې شامل دي.

د حکمتیار طرحه

د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار له اوسني وضعیت څخه د هېواد د وتلو لپاره نوې طرحه وړاندې کړه.

د حزب اسلامي مشر وویل چې د دې طرحې له مخې، باید د درېیو لوریو ترمنځ مذاکرات وشي.

حکمتیار وایي، په دې لوریو کې اوسنی حکومت، وسله‌وال مخالفین او هغه شخصیتونه شامل وي چې د مسوولیت احساس ولري، د سولې پلوي او د جګړې مخالف وي.

هغه وایي، دغه لوری باید سره کیني او له بحران څخه د وتلو لپاره یوه سوله‌ییزه لاره ولټوي او له دې لارې یوه د تصمیم نیونې مرجع رامنځته کړي، اساسي قانون جوړ کړي او د همدغه قانون له مخې په یوه کال کې نوی حکومت رامنځته شي.

Visits: 80

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.