[restrict paid="true"]
بامیان، کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۱): په بامیان او هرات ولایتونو کې نجونو محصلینو او زدهکوونکو لاریونونه وکړل او پر مهال یې په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز شوی برید وغانده او د پلټنو غوښتنه یې وکړه.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د «کاج» په نوم ښوونیز مرکز کې دوه ورځې مخکې د ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او ۳۱ نور ټپیان وو، خو يوناما وايي، د دوی شمېرې ښيي چې په یاد بريد کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان دي.
د بامیان په مرکز کې يو شمېر محصلینو د سولهییز لاریون پر مهال پر کاج مرکز شوی برید وغانده او د دې پېښې د پلټنې غوښتنه یې وکړه.
لاریون کوونکو له اسلامي امارت او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې د دې پېښې عاملین پیدا او محاکمه کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې پر کاج ښوونیز مرکز برید «لوی وحشت» دی او ویلي یې دي، د دې پېښې عاملانو نیولو او سزا ورکولو په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کوي.
د لاریون یوې ګډونوالې امینې حسیني وویل، د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ښوونځیو زدهکوونکو وژل د نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی.
هغې له اړوندو مسوولینو وغوښتل څو د خلکو امنیت خوندي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
اعتراض کوونکو په یوه پرېکړهلیک کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو امنیت ټینګولو غوښتنه وکړه او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګژوبلې مخه ونیسي.
د یو بل خبر له مخې، په هرات ولایت کې هم د پوهنتون محصلینو د لاریون او اعتراض هڅه کړې وه، خو د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه.
پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د هرات پوهنتون دروازه تړلې ده، خو نجونو محصلینو د شعارونو په بدرګه د دروازې قلف ماتوي او د هرات ولایت مقام پر لور روانېږي.
هرات کې لاریون کوونکو چې تورې جامې یې پر ځان وې او ټیکري یې پر سر وو، د زدهکړو حق غوښتنه یې کوله او د کابل د وروستي برید ضد شعارونه یې ورکول.
دوی ویل: «تعلیم زموږ حق دی، نسل وژنه جرم دی.»
په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو د تیتولو په موخه هوایي ډزې کوي.
ځینو رسنیو د امنیتي ځواکونو له خوا د یو شمېر لاریون کوونکو وهل کېدو خبرونه هم ورکړي خو تر اوسه ازادو سرچینو او یا امنیتي ځواکونو دا راپورونه تایید کړي نه دي.
د سرپرست حکومت مسوولینو تر اوسه د بامیان او هرات لاریونونو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، په کابل کې هم پرون لاریون شوی چې د امنیتي ځواکونو له خوا پرې هوایي ډزې وشوې.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د امنیتي ځواکونو له خوا د مېرمنو د پروني لاریون ځپلو ته غبرګون ښودلی دی.
https://twitter.com/UNAMAnews/status/1576173531049918466?s=20&t=Vy8rHBfS0WigcFQ3ebp1PA
یوناما له سرپرست حکومت غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د سولهییز لاریون مخنیوي لپاره وسله ونه کاروي.
په افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د امنیتي ځواکونو له خوا له لاریونکوونکو مېرمنو سره زور زیاتی د زور او ځواک نه، بلکې د کمزورۍ نښه ده.
امیري پر ټویټر یوه بیان کې ویلي، د باور وړ حکومتولۍ غوښتنې باید د ټولنې د تر ټولو کمزوري قشر په ملاتړ ځواب شي، نه د هغوی په ځپلو.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP