جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په مربوطاتو کې یوه کس خپل تره او د تره ښځه وژلي دي.
دغه پېښه تېره شپه د جلالاباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند په خالص فامیلیو سيمه کې شوې او د قتل په تړاو دوه کسان د پوليسو له لوري نيول شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي نويد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه په خالص فاميلیو سيمه کې يوه ښځه او خاوند په خپل کور کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، يادو خلکو شخصي دښمني درلوده او ګومان کېږي چې خپلو دښمنانو به وژلي وي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، قاتلينو تبرګي او چړې هم په همدغه کور کې پرېیښي دي او وژل شوي کسان اصلاً د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
بلخوا، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلی هم دغه پېښه تاييدوي او وايي، د پېښې په تړاو يې دوه کسان نيولي دي.
هغه پژواک ته وويل: «قاتلينو لومړی د تبرګو او چړو په واسطه نارينه وژلی، کله چې له کوره تښتي، مېرمنې پرې حمله کړې، خو دوی هغه هم د چړو په واسطه وژلې ده او تښتېدلي خو نن سهار مجاهدينو نيولي دي.»
په قاتلينو کې يو هم د وژل شوي کس وراره دی او د امنيه قوماندانۍ له لوري پژواک ته په استول شوې ويډيو کې يې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
په دې وروستيو کې ننګرهار کې د کورنۍ د غړو له خوا د خپلوانو د وژلو پېښې ډېرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP