ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ

کرزي د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ

author avatar
3 Oct 2022 - 15:56
کرزي د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ
author avatar
3 Oct 2022 - 15:56

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د یوناما له سرپرست سره لیدنه کې هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ.

د حامد کرزي د دفتر له خوا، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال او د یوناما له سرپرست مارکس پوټزل سره ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې، کرزي په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر تر ژره پیلېدو ټینګار وکړ.

ده درې ورځې وړاندې ویلي و چې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو ترمنځ دې ملي ډیالوګ وشي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي هم د روانې تلې میاشتې په ۶مه، په افغانستان کې د ثبات لپاره پر داسې بين‌الافغاني خبرو ټينګار کړی و چې د ټولو افغانانو استازي په کې شتون ولري.

د حامد کرزي دفتر لیکلي چې کرزي او پوټزل د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې کړې، په کابل کې پر «کاج» ښوونیز مرکز برید یې په کلکه غندلی او یو وار بیا یې د نجونو د ښوونځیو پر سملاسې پرانیستو ټینګار کړی دی.

د یادونې ده چې حکومتي سرچینو د تېرې جمعې په ورځ، د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز ځانمرګي برید کې د ۲۵ کسانو د وژل کېدو او لږ تر لږه ۳۱ نورو ټپي کېدو خبر ورکړی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې په دغه برید کې د نجونو او ښځو په ګډون ۴۳ کسان وژل شوي او ۸۳ نور ټپیان دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.