ميدانښار (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د میدان وردګو والي محمد امین عمري نن د دغه ولایت په مرکز کې له خبریالانو سره په ناسته کې هغوی ته د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.
ده وویل چې رسنیو د حکومت لاسته راوړنو په غبرګولو کې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې ده.
په دغه ناسته کې د رسنیو استازو له والي عمري وغوښتل چې حکومتي سرچینې دې د خبر جوړولو پرمهال ورسره پر وخت معلومات شریک کړي.
والي د خبريالانو د غوښتنې په ځواب کې وویل: «ولایتي ادارو ته به سپارښتنه وکړم چې له رسنیو سره همکاري زیاته کړي او هغوی ته پر وخت معلومات ورکړي.»
نوموړي زیاته کړه چې رسنیو خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې او په هره برخه کې یې د حکومت لاستهراوړنو ته انعکاس ورکړی دی.
ده دغهراز ژمنه وکړه چې د خبریالانو هر ډول ستونزو ته به رسېدنه او ترې ملاتړ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP