Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان ۵۶ روغتیايي مرکزونو ته درمل، طبي وسایل او موټرسایکلونه ورکړل شول

ترینکوټ (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): په اروزګان کې ۵۶ روغتیايي مرکزونو ته د ۳۴ میلیون افغانیو په ارزښت، درمل او طبي وسایل او ۳۶ واکسیناتورانو ته موټرسایکلونه ورکړل شول.

د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د ۵۶ روغتیايي مرکزونو لپاره درمل او طبي وسایل د دوامدارې پیاوړتیا خیریه موسسې/ Move او د واکسیناتورانو لپاره موټرسایکلونه د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري چمتو شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دوامدارې پیاوړتیا خیریه موسسې د یاد ولایت ۵۶ روغتیايي مرکزونو ته د ۳۴ میلیون افغانیو په ارزښت، ۳۴۰ ډوله درمل او ۲۷ ډوله طبي وسایل ورکړل.

دی وايي، روغتیايي مرکزونو له ډېره وخته دغو درملو او طبي وسایلو ته اړتیا لرله چې په تر لاسه کولو به یې خدمات ښه شي.

نوموړي دغه‌راز وویل، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق بیا ۳۶ واکسیناتورانو ته یو- یو موټرسایکل ورکړ څو په وسیله یې په لرو سیمو کې د واکسین چارې تطبیق کړي.

هغه زیاتوي، اوسمهال د یاد ولایت ۳۰ سلنه سیمې د واکسیناسیون له پوښښه پاتې دي؛ ځکه واکسیناتورانو نه شوای کولای چې د لرو سیمو ماشومانو ته واکسین ورسوي.

ده وویل، هڅې روانې دي څو کور په کور واکسین کولو ته لار هواره او په دې برخه کې شته ستونزې حل شي؛ ځکه اوس‌مهال یوازې جومات په جومات واکسین کولو ته اجازه شته.

د اروزګان مرستیال والي مولوي مزمل وايي، هیله لري چې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د درملو او طبي وسایلو په ورکولو سره به خلکو ته غوره روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي له مرستندویه ادارو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د روغتیايي اسانتیاوو د پراخولو او معیاري کولو په برخه کې ډېره مرسته وکړي.

دی وايي، په دې وروستیو کې په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیا برخه کې هغه ستونزې په حلېدو دي چې له کلونو راهیسې موجودې وې.

د یادونې ده چې څه موده مخکې هم د دوامدارې پیاوړتیا خیریه موسسې د اروزګان د مرکز او پنځو ولسوالیو ۴۰۰ روغتیايي پوستو ته د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت طبي وسایل ورکړي وو.

په دغو روغتیايي پوستو کې د ۸۸۹ نارینه او ښځینه رضاکارو روغتیاپالانو په مټ کلیوالو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.