ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې پولیسو ته د یونیفورم وېش لړۍ پیل شوه

کندوز کې پولیسو ته د یونیفورم وېش لړۍ پیل شوه

author avatar
3 Oct 2022 - 16:29
کندوز کې پولیسو ته د یونیفورم وېش لړۍ پیل شوه
author avatar
3 Oct 2022 - 16:29

کندوز (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د کندوز چارواکي په دغه ولایت کې پولیسو ته د یونیفورم د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.

د کندوز امنیه قوماندان قاري بختیار معاذ وایي، د یونیفورم د وېش لړۍ پرون پیل شوه چې په لومړي پړاو کې ۱۵۰ نظامیانو ته یونیفورم ووېشل شو او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې درې زره نورو پولیسو ته ووېشل شي.

بختیار وایي، په دغه کار سره به د ښاریانو امنیت لا ټینګ شي.

هغه وویل: «د یونیفورم له وېش سره په ښه ډول امنیت تامینیږي؛ ډېر بدلونونه تر سترګو کېږي؛ له کورنیو چارو وزارت څخه مننه کوو؛ انشاالله ټولو مسوولینو او منسوبینو ته به په مرکز او ولسوالیو کې یونیفورم ووېشل شي.»

په همدې حال کې، د کندوز ولایت اوسېدونکي د دغې پروسې پلې کېدل د هېوادوالو د لا زیات امنیت د تامین لپاره پر ځای اقدام ګڼي.

د کندوز اوسېدونکی احسان‌الله سباوون وایي: «د یونیفورم له وېش سره د ملکي او نظامي کسانو ترمنځ توپیر کېږي، همدارنګه د یونیفورم له وېش سره د جرایمو کچه ټیټيږي او قانون په سمه توګه عملي کېږي.»

په کندوز کې پولیسو ته د یونیفورم وېش لړۍ داسې مهال پيل شوه چې تر دې مخکې د دغه ولایت اوسېدونکو د دغه کار پر عملي کولو ټینګار درلود.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.