Language

حکومت د «هشت صبح» او «زاویه نیوز» خبري شبکو وېبپاڼې وتړلې

کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د «هشت صبح» او «زاویه نیوز» خبري شبکو وېبپاڼې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري وتړل شوې.

دغه څرګندونې د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په خپل ټوېټرپاڼې نن لیکلې دي.

‏دی وایي: «هشت صبح او زاویه نیوز خبري شبکې د افغانستان اسلامي امارت مشرانو پورې یې دروغجن تورونه تړل.»

هغه زیاته کړې، یادو رسنیو بې توازنه راپورونه او «کاذب» خبرونه خپرول، نو ځکه د یوې فیصلې پربنسټ یې وبسایټونه تړل شوي دي.

یادو ویبپاڼو هم د دوی د وېبپاڼو بندېدل تایید کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان پر خپله ټوېټرپاڼه د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې دغې وېبپاڼې ته بېرته د فعاليت اجازه ورکړي.