کابل (پژواک، ۱۲ تلې ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک وایي، د مرستو کوونکو هېوادونو له لوري د بشرپاله مرستو په دوام نن د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته را ورسېدله.
دغه بانک نن د تلې په ۱۲ مه په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي: «افغانستان ته د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن یو ځل بیا د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.»
دغه بانک افغانستان ته له قانوني لارو د بهرنیو اسعارو د راتګ څخه هر کلی وکړ.
سرچینې له نړیوالې ټولنې د دغو مرستو د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې افغانستان ته ولېږي.
مرکزي بانک زیاته کړې، هڅه کوي چې د هېوادوالو لپاره غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي او د اصولو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو نړۍوالو مالي او بانکي بنسټونو سره ښې اړیکې ولري
دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم نن پر خپل ټويټر ليکلي چې دغه سازمان په تېر یوه کال کې څه باندې یو میلیارد ډالر افغانستان ته راوړي څو له میلیونونو هغو افغانانو سره- چې بشري مرستو ته اړ دي- د ژوند ژغورنې مرستې وکړي.
د یادونې ده چې روانه اوونۍ دا دویم ځل دی چې هېواد ته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو کڅوړه را رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP