لښکرګاه (پژواک ، ۱۲ تله ۱۴۰۱ ): د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د سړکونو خرابوالي له امله يې ډېری وخت ناروغان تر روغتونه نه رسېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو مسوولین وايي چې ډېر ژر به د لویو او فرعي لارو د جوړولو چارې پيل شي.
د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رسول پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی له مرکز سره د نښلېدو هېڅ پخه لار نه لري.
ده وویل، په تېرو کلونو کې له لښکرګاه – د مارجې تر مرکزه پورې سړک پوخ جوړ شوی و، خو د جګړو له امله بېرته خراب شوی دی.
هغه زیاته کړه: «اوس امنیت ټينګ شوی، جګړه ختمه شوې او له حکومته مو غوښتنه داده چې زموږ د ولسوالۍ سړک جوړ کړي.»
د یادې ولسوالۍ د لویې څلورلارې اوسېدونکي مرجان هم پژواک ته وویل، د سړک نهشتون له امله ناروغان تر روغتونه نه رسېږي او ډېری وخت هغوی د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي.
ده دا هم وویل چې که دغه سړک جوړ شي نو نه یوازې به روغتونونو ته د ناروغانو رسېدل اسانه شي، بلکې کرنیز محصولات به هم په اسانه او کم لګښت تر بازاره ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه: «له حکومته غواړو چې سړک دې په اساسي ډول را جوړ کړي، ځکه اوس مو ناروغان د لارو په اوږدو کې ساه ورکوي.»
د هلمند ولایت د ټولګټو چارو ریاست د سړک جوړونې او ساتنې مسوول انجنیر نصیراحمد نصرت وايي، دوی د مارجې ولسوالۍ د سړکونو رغولو پلان جوړ کړی او ډېر ژر به عملي شي.
ده وویل: «د ټولګټو چارو ریاست لویو لارو جوړولو ته لومړيتوب ورکوي او د امکاناتو په صورت کې به د ولسولیو مرکزونو پورې غځېدلي سړکونه هم ورغول شي.»
د یادونې ده، په هېواد کې د تېرې شل کلنې جګړې له امله ډېری لويې او فرعي لارې تخریب شوې چې بېرته رغول يې ډېر وخت او لګښت ته اړتیا لري.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن