Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کورنیو چارو وزارت د بدخشان د شکي ولسوالۍ د سقوط ادعا رد کړه

فیض‌اباد (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۱): د حکومت وسله‌وال مخالفین ادعا کوي چې د بدخشان شکي ولسوالي یې په خپله ولکه کې راوستې او ولسوال یې نیولی دی؛ خو د کورنیو چارو وزارت وايي: «موږ دغه بی‌بنسټه او دروغجنې اوازې ردوو او مطلق درواغ دي.»

د «مقاومت» په نوم د یوې جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي د یوه ټويټ په خپرولو سره ادعا کړې چې پرون یې د بدخشان شکي ولسوالي په خپله ولکه کې راوستې او د یادې ولسوالۍ ولسوال یې د هغه له لسو کسانو سره نیولی دی.

یوه کس په وېډيويي کلیپ کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، یو تن یې د شکي ولسوال معرفي کړی او وايي چې پرون نیول شوی دی. هغه زیاتوي چې ولسوال له بنده خوشی کوي او کولای شي بېرته خپل کور ته ولاړ شي.

وروسته هغه کس چې د ولسوال په توګه معرفي شوی، په دغه وېډیويي کلېپ کې وايي، شهر سبز ته د تلو پرمهال نیول شوی دی.

هغه زیاتوي: «ونیول شو خو موږ د دوی له لوری نه وځورول شو او نه هم وهل ټکول راکړل شول. زموږ په حق کې یې هيڅ ډول بدي نه ده کړې او زیان نه دی را اړولی.»

کومې خپلواکې سرچینې پژواک خبري اژانس ته د دغه وېډيو کره‌والی نه دی تایید کړی.

د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر مغرضو کړیو افواه خپره کړې ده چې خدای مه‌کړه د بدخشان ولایت د شکي ولسوالي دبغاوتیانو لاس ته لوېدلې ده. دا بې اساسه او دروغجنې اوازې موږ په کلکه ردوو او مطلق دروغ دي.»

سرچینه زیاتوي: «زموږ ځواکونه مرګ په هسکه غاړه مني؛ خو ماتې نه مني.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.