ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شرعي له نیکولسن سره لیدنه کې پر افغانستان د سیاسي او اقتصادي فشارونو پای ته رسولو غوښتنه وکړه

شرعي له نیکولسن سره لیدنه کې پر افغانستان د سیاسي او اقتصادي فشارونو پای ته رسولو غوښتنه وکړه

author avatar
5 Oct 2022 - 11:41
شرعي له نیکولسن سره لیدنه کې پر افغانستان د سیاسي او اقتصادي فشارونو پای ته رسولو غوښتنه وکړه
author avatar
5 Oct 2022 - 11:41

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په اړه اندېښنه ښودلې او د عدلیې وزارت سرپرست یې په ځواب کې ویلي چې اسلامي امارت د ترهګرۍ مخالف دی او پر وړاندې یې مبارزه کوي.

د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي، پرون د اروپايي ټولنې له سفیر توماس نیکولسن او مل پلاوي سره په دغه وزارت کې ولیدل.

سرچینې لیکلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د قوانینو، امنیت، بشري حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نیکولسن د قوانینو په اړه او دا چې څومره کار پرې شوی او تر کومې کچې پرمختګ شوی او د دغو قوانینو اساس او بنسټ څه دی، معلومات وغوښتل چې د عدلیې د سرپرست وزیر له لوري په دې برخه کې مفصل معلومات وړاندې شول.

د عدلیې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلي: «ټول افغانستان د اسلامي امارت تر واک او کنټرول لاندې دی، هيڅ ډول اندېښنه نشته، خلک له اسلامي امارته خوښ دي او اسلامي امارت هم د خلکو په خدمت کې دی.»

سرچینې لیکلي چې نیکولسن د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د عدلیې وزیر یې په ځواب کې ویلي چې اسلامي امارت د ترهګرۍ مخالف دی او پر وړاندې یې مبارزه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عدلیې وزیر د اروپايي ټولنې له سفیره وغوښتل چې نور پر اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.