کابل (پژواک ۱۴ تله ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، په ځینو ادارو کې تازه ګمارنې شوي چې له مخې يې محمد نبي عمري د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او عبدالغني د عدلیې وزارت د اداري او مالي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په ټويټرپانه کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشر د حکم پر اساس د خوست اوسنی والي مولوي محمد نبي عمري د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه او د بدخشان اوسنی والي مولوي عبدالغني د عدلیې وزارت د اداري او مالي معین په توګه ټاکل شوي دي.
ده زياته کړې، د کورنيو چاروز وزارت اوسنی لومړی مرستیال ملا محمد داود مزمل د بلخ ولایت د والي په توګه، د ستر درستیزۍ د هوايي قومندانۍ اوسنی قومندان مولوي امان الدین منصور د بدخشان ولایت د والي په توګه، د زابل اوسنی والي ملا بسم الله اخوند د خوست ولایت د والي په توګه، د هلمند امنیه قومندان ملا عبدالاحد فضلي د سمنګان د والي په توګه، د جوزجان اوسنی والي ملا محمد شعیب رسالت د فاریاب د والي په توګه، د جوزجان اوسنی امنیه قومندان قاري محمد اسماعیل راسخ د همدې ولایت د والي په توګه او د بلخ اوسنی والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د زابل د والي په توګه په توګه ګومارل شوي دي.
د هغه په وینا، دغه راز د سمنګانو والي مولوي عبدالرحمن کندزی د هلمند د مرستیال په توګه، د هلمند مرستیال مولوي عبدالحکیم د همدې ولایت امنیه قومندان په توګه، د فاریاب والي قاري حفیظ الله پهلوان د جوزجان د امنیه قومندان په توګه او د کندهار د استخباراتو رئیس مولوي عبدالهادي د کابل هوايي ډګر د مسؤول په توګه ټاکل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP