ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لیزا کرټیس: امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته ننوځي

لیزا کرټیس: امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته ننوځي

author avatar
6 Oct 2022 - 13:55
لیزا کرټیس: امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته ننوځي
author avatar
6 Oct 2022 - 13:55

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۱): د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا څانګې پخوانۍ مشره وايي، امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته تېرېږي او له دې لارې د «الظواهري په وژلو کې» د پاکستان مرسته مهمه وه.

وروسته له هغې چې امریکا په تېره جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ، افغانستان ته د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو راتګ په اړه اندېښنې راپورته شوې.

د امریکا غږ پښتو وېبپاڼې ته د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا څانګې پخوانۍ مشرې لیزا کرټیس تېره ورځ ویلي چې په افغانستان کې «د ترهګرۍ د څار لپاره» امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته تېرېږي.

دا وايي: «دا هغه څه دي چې د امریکا لپاره مهم دي، په ځانګړي ډول د الظواهري د له منځه وړلو په موخه د وروستیو عملیاتو په برخه کې د پاکستان دا مرسته مهمه وه او په ورته چارو کې پاکستان امریکا ته اجازه ورکوي.»

د افغانستان سرپرست حکومت د الظواهري له منځه وړل د امریکا یوه ادعا ګڼلې، ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد هم تېره میاشت ویلي و چې امريکايي بې‌پيلوټه الوتکې د پاکستان له حريمه د افغانستان فضا ته ننوځي او له پاکستانه یې غوښتي و چې خپله فضا د افغانستان پر ضد ونه کاروي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، د مجاهد دغه څرګندونې رد کړې او هغه یې د خواشينۍ وړ او د رسمي دریځ څرګندولو د اصولو پر خلاف ګڼلې وې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم څه موده مخکې د افغانستان فضا ته د امریکایي الوتکو د راتګ په اړه دوه احتماله ښودلې و او زیاته کړې یې وه چې امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې د افغانستان هوایي حریم ته یا له دوحې څخه د پاکستان له لارې او یا هم له تاجکستانه داخلېږي.

Views: 1362

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.