مزار شریف (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د مالچو یوه فابریکه د دوه میلیونو ډالرو په ارزښت د خصوصي سکټور له خوا جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا کارخانه «صیام انټرنیشنل» نومیږي د مزار شریف ښار په شش جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
د صیام انټرنشنل کارخونې مشر سید محمد هاشم هاشمي وویل چې، یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۷۰ زرو کیلو ګرامو مالوچو د پروسس وړتیا لري.
هغه زیاته کړه، چې په دې کارخانه کې یې ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د بلخ ولایت د مقام د ریاست دفتر مرستیال مولوي بورجان وویل چې امنیت ټینګ شوی دی او دوی هڅه کول چې پانګه والو ته د پانګونې ښې زمینې برابرې کړې.
په همدې حال کې د بلخ د صنعت او تجارت خونې سرپرست اسدالله اسدي وایي، چې دغه کارخونه به افغانستان د مالوچو په برخه کې ځان بسیاينې په لور بوځي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په بلخ کې د څه د پاسه ۳۰۰ وړې او لویې کارخونې فعالیت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP