ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې د ۱۹۰ متره استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

په کندهار ښار کې د ۱۹۰ متره استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
9 Oct 2022 - 16:38
په کندهار ښار کې د ۱۹۰ متره استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
9 Oct 2022 - 16:38

کندهار (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱):  د کندهار ښاروالۍ له خوا د ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ۱۹۰ متره استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې چې ۲۸۵ زره امریکايي ډالر لګښت پرې راځي.

د دغه استنادي دېوال د چارو د پيل پر مهال کندهار ښاروال حاجي حسن وویل، د دغه دېوال اوږدوالی ۱۹۰ متره دی چې د نړیوال بانک له لوري د ۲۸۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

ده زیاته کړه، په دې پروژه کې به ۱۱۵۰ تنه مسلکي او غیرمسلکي کسان کار کوي او د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړه شي.

ده وویل: «دا یوه له اساسي پروژو څخه ده چې یو خو به ډېر کسان کار پکې کوي او بل به د دغه دېوال په جوړېدو سره د سېلابونو او بارانونو د اوبو مخه ونیول شي.»

د سیمې اوسېدونکي د دغه استنادي دېوال په جوړولو خوښ دي او وايي، په دې پروژه کې سلګونه کسان په کار بوخت شوي او ورسره به د دوی په ناحیه کې د هغه اوبو مخه ونیول شي چې مخکې یې کورونه تخریبول.

د دوولسمې ناحیې یو اوسېدونکی لعل محمد وایي، د دوی له ډېره وخته دا غوښتنه وه چې د دغه استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شي چې بالاخره یې دا غوښتنه ومنل شوه.

ده زیاته کړه: «موږ له ښاروالۍ څخه ډېره مننه کوو چې دغه کار یې شروع کړ، دا زموږ غوښتنه وه، دلته به هر وخت د سېلابونو او بارانونو اوبو د خلکو کورونه او دوکانونه خرابول، نو اوس به دا مشکل حل شي.»

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د کندهار په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو، جادو، سولر څراغونو او نورې پروژې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.