کابل (پژواک ۱۷ تله ۱۴۰۱): د کابل امنيه قومنداني وايي، پولیسو هغه تورن قاتل له ۷ نورو همکارانو سره نیولی چې میاشت وړاندې یې له يوه ۱۴ کلن ماشوم څخه سر پرې کړی و.
د دغې قومندانۍ په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د کابل امنيه قومندانۍ د ۷مې حوزې جنايي پوليسو له دقيقې ارزونې او کشف وروسته د سمیع الله نومي ماشوم د قتل په تور چې میاشت مخکې وژل شوی و، قاتل او ورسره ۷ تنه نور تورن کسان ونيول او د قانون منګولو ته وسپارل شول.
سرچينه زياتوي: «دوی په قمار کې د اختلاف او غچ اخيستو پر اساس نوموړی جنايت ترسره کړی و.»