ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د پکتيکا زلزله‌ځپلو ته به د ۷۰۰ کورونو جوړولو چارې له ژمي مخکې بشپړې شي»

«د پکتيکا زلزله‌ځپلو ته به د ۷۰۰ کورونو جوړولو چارې له ژمي مخکې بشپړې شي»

author avatar
9 Oct 2022 - 16:43
«د پکتيکا زلزله‌ځپلو ته به د ۷۰۰ کورونو جوړولو چارې له ژمي مخکې بشپړې شي»
author avatar
9 Oct 2022 - 16:43

ښرنه (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د راشد خان خيريه بنسټ له لوري د زلزله‌ځپلو لپاره د ۲۵ کورونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او پر شاوخوا ۷۰۰ نورو کورونو کار روان دی چې د ژمي تر را رسېدو مخکې به بشپړ شي.

د دغه ولايت د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس او په زلزله‌ځپلو سيمو کې د زيانمنو ستونزو ته د رسېدو او څار کمېټې مشر مولوي مطيع‌الله منصور پژواک خبري اژانس ته وويل، په برمل ولسوالۍ کې د راشد خان خيريه بنسټ له لوري د ۲۵ کورونو چارې – چې پر هر کور ۸ زره امريکايي ډالر لګښت راغلی او په کانټینري ډول جوړ شوي – بشپړې شوې دي.

دی وايي، په برمل ولسوالۍ کې د زلزله‌ځپلو لپاره د نوو  ۱۲۰۸ کورونو له جملې د شاوخوا ۷۰۰ کورونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي چې د ژمي له راسېدو مخکې به بشپړې شي.

هغه زیاتوي چې له دغه شمېر څخه پاتې نورو کورونه چې تر اوسه یې د جوړولو چارې نه دي پيل شوې، په نږدې ورځو کې به پرې کار پيل شي.

د منصور په خبره، تېره اونۍ یې د ګيان ولسوالۍ د زلزله‌ځپلو لپاره هم «د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې» په مالي ملاتړ د ۵۰ کورونو جوړولو چارې پيل کړې چې پر هر کور  ۳زره امريکايي ډالر لګښت راځي او ژر به جوړ شي.

ده یادونه وکړه چې په برمل او ګيان ولسواليو کې د زلزله‌ځپلو لپاره جوړېدونکي کورونه د بېلابېلو ملي او نړۍوالو خيريه بنسټونو او مرستندويه ادارو له لوري جوړېږي چې زياته ونډه په کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان/ UNHCR لري.

په ورته مهال، د پکتيکا ولايتي اداره وايي چې په مرکز ښرنه کې یې د زړې ښرنې په سيمه کې  ۷زره جريبه ځمکه ځانګړې کړې چې د ځمکو او ښار جوړونې وزارت له لوري یې تخنيکي سروې پيل شوې او په نږدې وخت کې به په کې د موسسو او دولت په مالي ملاتړ د ګیان ولسوالۍ د زلزله‌ځپلو لپاره د استوګنې کورونه جوړ شي.

بل‌خوا، د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي چې دوی ته د موسساو او حکومت په همکارۍ د استوګنې کورونه جوړېږي؛ خو غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی په سيمه کې د تعليم او روغتيا په برخه کې بنسټيزو کارونو ته هم پام وکړي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد نواز پژواک خبري اژانس ته وويل، په سيمه کې یې د بې‌سوادۍ کچې زياتوالی د اندېښنې وړ دی چې د حل په موخه یې ښوونځيو جوړولو ته اړتیا لیدل کېږي.

هغه زياتوي: «موږ ډېر خوښ يو چې کورونه راته ودان شول، داسې یې جوړ کړل چې موږ مخکې هم په دغه ډول عصري کورونه نه لرل، خو يوه لويه ستونزه دا ده چې دلته ډېری خلک بې‌سواده دي، تعليم نه لري، حکومت ته په کار ده چې زموږ په سيمه کې مکتبونه جوړ کړي او همدارنګه دلته کلينيکونو ته اړتيا ده چې بايد جوړ شي.»

د روان کال د چنګاښ مياشتې په لومړۍ نېټه د پکتيکا ولايت ګيان، برمل او د خوست ولايت سپېره ولسوالۍ د زلزلې سختو ټکانونو ولړزولې چې له امله یې يوازې په پکتيکا ولايت کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورونه ويجاړ شول او ډېرې کورنۍ بې‌سرپناه شوې.

Views: 182

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.