Language

د فاریاب ولایت د اقتصاد رییس و وژل شو

ميمنه (پژواک، ۱٦ تله ۱۴۰۱): ځایي مسوولین وایي چې د فاریاب ولایت د اقتصاد رییس د نامعلومو وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د فاریاب د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي شمس الله محمدي ددې خبرې په تایید سره وایي، چې د اقتصاد رییس منور تر غرمې وروسته په شاوخوا یوه نیمه بجه په قیصار ولسوالۍ کې په داسې حال کې چې خپل کور ته روان و، د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

هغه په دې اړه د نورو جزییاتو ورکولو پرته زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.