اسعداباد (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په کونړ ولایت کې پر ۱۹زره زدهکونکو د قرطاسيې د وېش لړۍ پيل کړه.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو امر مولوي سید محمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل، یونیسف نن د دغه ولایت په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې د لومړي ټولګي شاوخوا ۱۹زره زدهکونکو ته د قرطاسيې وېش پيل کړی چې د کتابونو بکس، کتابچې، قلم، پنسل او د جامو او ځان مینځلو صابون پکې شامل دي.
ده ونه ویل چې د یادې قرطاسيې لګښت څومره دی، خو زیاته يې کړه چې هیڅوک حق نه لري دغه قرطاسیه په بازار کې وپلوري.
بلخوا، د زدهکونکو والدين او د کورنۍ غړي د یونیسف دغه اقدام درس ته د ماشومانو د هڅونې لپاره ښه ګڼي.
د اسعدآباد د مکلي سیمې اوسېدونکی محمدطاهر وايي: «تشویق درس ته د ماشومانو په هڅولو کې ډېر مهم رول لري.»
ده له حکومت او نورو مرستندویه ادارو وغوښتل چې په کونړ کې دې د پوهنې برخې ته پاملرنه زیاته کړي.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن