Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې غواګانو ته د لمپي‌سکین ناروغۍ د واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شو

بامیان ‌(پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۱): د بامیان ولایت مسوولین په دغه ولایت کې د غواګانو پوستکي ویروسي ناروغۍ (لمپي سکین) ضد واکسین پیلېدو خبر ورکوي.

د بامیان ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس ملا گلاب‌الدین رب‌دوست وایي، په دې وروستيو کې د باميان په ګډون د هېواد په يو شمېر سيمو کې د غواګانو پوستکي ويروسي ناروغي (لمپي سکين) ثبت شوې او يو شمېر مالداران يې زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، د بامیان د کرنې او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د کرنې سازمان په همکارۍ تېره ورځ (د تلې ۱۷مه) د یادې ناروغۍ د لا خپرېدو مخنیوي په موخه د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د څارویو د لمپي سکین ناروغۍ د واکسین کمپاین رسماً پیل کړ.

نوموړی زیاتوي، د دې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي په موخه به د بامیان ولایت په مرکز او یکه ولنګ، پنجاب او  ورس ولسوالیو کې ۵زره څاروي واکسین شي.

د بامیان د مرکز یو مالدار حاجي نادر وایي، څه موده مخکې په سیمه کې یو ډول حیواني ناروغي خپره شوې وه چې تر ډېره د غواګانو او وزو پر پوستکي به د دانې یا پړسوب په ډول ښکارېده. د هغه په وینا، کوم درمل یې چې له بازاره پېرلي وو پر دغې ناروغۍ هیڅ اغېز نه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.