[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې د ښوونځي پر یوه موټر ډزو کې چلوونکی یې وژل شوی او دوه زدهکوونکي ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پوره ۱۲ کاله مخکې پر همدې ورځ په سوات کې د ښوونځي پر یوه موټر د برید له امله ملاله یوسفزۍ ټپي شوې وه چې وروسته یې په لندن کې درملنه وشوه او بیا یې د نوبل جایزه وګټله.
ځایي رسنیو خبر ورکړی چې د دوشنبې په ورځ دغه برید د سوات په چارباغ سیمه کې شوی و چې له امله یې موټر چلوونکی وژل شوی او دوه زدهکوونکي ټپیان شوي دي.
تر اوسه د یاد برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو پر ملالې یوسفزۍ د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی و.
پر خواله رسنیو خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې ټپي زدهکوونکي روغتون ته لېږدول کېږي.
د ښوونځي ادارې حکومت ملامت کړی چې ګواکې د زدهکوونکو په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.
بلخوا د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازي محسن داوړ ویلي، داسې ښکاري چې دولت پر سوات خپل کنټرول یو ځل بیا له لاسه ورکوي او په خبره یې، دغه برید باید ورته د بېدارۍ زنګ و اوسي.
هغه زیاته کړې چې پښتانه یو ځل بیا د لېوانو خولو ته وراچول کېږي، «د ترهګرۍ او تاوتریخوالي په اړه د سوات خلکو اعتراضونه له پامه وغورځول شول. پښتانه یو ځل بیا د لېوانو خولو ته وراچول شوي دي.»
دغهراز پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا پخواني غړي افراسیاب خټک هم د دغه برید په تړاو خپله ټوېټرپاڼه کې حکومت او طالبان دواړه پوښتلي او لیکلي یې دي: «ایا طالبانو پر ملالې یوسفزۍ د برید دولس کلني نمانځله او که دا څه په پښتونخوا کې د ریاست په خوښه د طالبانو بېرته فعالول دي؟ ایا د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پښتنو د دولت له لوري خوندیتوب له لاسه ورکړی دی؟»
د یادونې ده، په سوات کې یو ځل بیا پاکستانیو طالبانو فعالیت پیل کړی چې پر ضد یې د سیمې زرګونو اوسېدونکو له څو ورځو راهیسې لاریونونه پیل کړي دي.
[/restrict]
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن