کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي، ایران افغانستان ته د نفتو ترانزيټ او د ګاز واردولو د چمتووالي اعلان کړی او هڅې روانې دي چې په را روان ژمي کې هېواد کې د اوبلن ګازو بیې لوړې نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل ښار کې د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې د روان کال په وري میاشت کې ۸۶ افغانۍ وه. د اوبلن ګاز بیه معمولا په ژمي کې لوړېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پرون د اوبلن ګازو له سوداګرو سره لیدلي او د ګازو واردولو په اړه یې ورسره خبرې کړې او خپل نظرونه یې له ایران او روسیې څخه د ګازو واردولو په تړاو شریک کړي دي.
نورالدین عزیزي ویلي: «موږ جدي هڅه کوو چې په ژمي کې د ګازو بیې لوړې نه شي او خلک زیانمن نه شي نو د همدې لپاره مو د افغانستان په چارو کې د ایران اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره له هغه هېواده افغانستان ته د نفتو د ترانزيټ او د ګازو واردولو په اړه خبرې کړې دي چې هغه په دې برخه کې د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.»
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له سوداګرو غوښتي څو د راتلونکي ژمي لپاره له ایران څخه د ګازو پېرولو تړون په اړه خپل نظرونه شریک کړي.
دغهراز عزیزي ویلي چې له ایران څخه د اوبلن ګازو او له روسیې څخه د ګاز او نفتو واردونکو شرکتونو لست ترتیب شوی دی.
هغه همداراز ویلي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټولو سوداګرو ته فضا پرانیستې ده، هر سوداګر چې غواړي له روسیې څخه اوبلن ګاز او نفت او له ایرانه اوبلن ګاز وارد کړي، د خپلو وارداتو ظرفیت دې ورسره شریک کړي.
سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې د نفتي توکو ټولو سوداګرو هم خپله همکاري اعلان کړه.
د روان کال د تلې میاشتې په اوومه، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې حکومت د غنمو په ګډون د لومړنیو خوراکي او نفتي توکو مختلف تړونونه د یوه راتلونکي کال لپاره کړي او د دغو تړونونو له مخې، تر راتلونو څو اونیو به په دغه قرارداد کې شامل د لومړنیو توکو وارداتي جوپې په امتحاني ډول د افغانستان بازارونو ته وارد شي.