Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له افغانستان سره د بشري مرستو دوام؛ ۴۰ میلیون ډالر کابل ته را ورسېدل

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په لړ کې، نن ۴۰ میلیون امریکايي ډالر نور کابل ته را ورسېدل.

د افغانستان بانک په خپل ټويټرپاڼه کې ليکلي، افغانستان ته د مرسته‌ کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن یو ځل بیا د څلوېښت میلیون امریکایي ډالرو نغده کڅوړه را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

یاد بانک د نړۍوالې ټولنې له بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړې چې له قانوني لارو څخه هېواد ته د اسعارو له راتګه هرکلی کوي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره تعامل او همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو ویلي، په تېر یوه کال کې له افغانانو سره د مرستې په موخه افغانستان ته څه باندې یو میلیارد ډالر راوړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.