کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له لوري په کابل کې پر ۷۵ معلولینو ویلچېرونه ووېشل شول.
په دې اړه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې مراسم جوړ شوي وو چې په کې د لسګونو معلولینو تر څنګ د دغه وزارت چارواکو او په کابل کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای ګډون کړی وو.
د دغه وزارت مرستیال شېخ عبدالحکیم حقاني وویل، د ترکیې سرې میاشتې ټولنې له خوا ۷۵ معلولینو ته ویلچېرونه ووېشل شول چې د کابل، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، لغمان او میدان وردګو اوسېدونکي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو معلولینو ډېره برخه هغوی دی چې د جګړو او چاودنو له امله یې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
دی وايي، دغه معلولین به وکړای شي چې د مرسته شوو وېلچېرونه په وسیله له یوه تر بله ځایه تګ راتګ وکړي او خپلې اړتیاوې پوره کړي.
حقاني خبر ورکړ چې دغه وزارت له تېر یوه کال راهیسې د هېواد په کچه ۱۴۵ زره معلولین، ۱۳۵ زره یتیمان او ۳۴ زره کونډې ثبت کړي او دا لړۍ روانه ده.
د ده په خبره، د حکومت له خوا د ثبتو شوو له ډلې شاوخوا ۱۰۰ زره تنو د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شوي او پاتې نورو ته به هم ورکړل شي.
د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای وویل، هېواد یې په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او په راتلونکې کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
معلولین وايي، ورکړل شوي ویلچېرونه د دوی ستونزې نه شي حلولای، په کار ده دوی ته د عادي ویلچېرونه پر ځای برېښنايي ویلچېرونه ورکړل شي، میاشتني حقوق یې ډېر شي، د زده کړې او کار زمینه ورته برابره شي.
د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي محمد یونس چې دواړې پښې یې فلج دي، پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د ویلچېر مرسته ورسره وشوه خو د ده ستونزه نه شي حلولای.
هغه زیاته کړه، حکومت ته په کار ده د معلولینو میاشتني حقوق ډېر کړي، د زده کړو او کار زمینه ورته برابره کړي.
د لغمان اوسېدونکي نورالدین هم ورته غوښتنه کوي او وايي، معلولین د ټولنې هغه وګړي دي چې له نورو ډېرې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري.
دی هم له حکومته د میاشتنیو حقونو د ډېرولو او کار غوښتنه کوي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال هم د ترکیې سرې میاشتې له ۳۵۰ معلولینو سره د ویلچېرونو مرسته کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP