کلات (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۱): په زابل کې له نهو روغتیايي مرکزونو سره د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درملو او نورو وسایلو مرسته وشوه.
په دغه ولایت کې د افغان روغتیايي او پرمختیايي خدمتونو موسسې/ AHDS مسوول ډاکټر جاوېد افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د شاوخوا ۲۰۰ قلمه درملو او غیرطبي توکو دا مرسته د روغتیا نړۍوال سازمان/ WHO په مالي ملاتړ چمتو شوې وه چې د زابل په مرکز کلات، دایچوپان، شملزو، ارغنداب، شاجوی، شینکۍ، ښارصفا او مېزانې ولسوالیو کې پر نهو روغتیايي مرکزونو ووېشل شوه.
هغه زیاته کړه، د دغو توکو په پېرلو ۷۵۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د یادې ادارې له خوا ورکړل شوي دي.
دی وايي، دا درمل او وسایل به د دغو روغتیايي مرکزونو لپاره له ۳ تر ۶ میاشتو بسنه وکړي چې د لسګونه زره ناروغانو ستونزې به ورسره حل شي.
د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرکز کلات او ولسوالیو کې شاوخوا سل ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه دي چې په میاشتني ډول د سل زره ناروغانو درملنه په کې کېږي.
دی وايي، د ژمي په موسم کې له مرکز کلات سره د یو شمېر ولسوالیو لارې تړل کېږي او تګ راتګ سختېږي، له همدې امله د مرسته شوو درملو او وسایلو له لارې به تر راتلونکو شپږو میاشتو د روغتیايي مرکزونو اړتیاوې پوره وي او خلکو ته به په وخت غوره خدمات وړاندې کوي.
نوموړي یادونه کړه چې په زابل کې د عامې روغتیا برخې ته د مرستندویه موسسو پام ډېر شوی او موده مخکې هم ادا نومې موسسې د دغه ولایت له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته کړې وه.
هغه له مرستندویه ادارو وغوښتل چې لا ډېرې مرستې ورسره وکړي څو د دغه ولایت په لرو سیمو کې هم روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
د زابل خلک خوښ دي چې د ژمي له راتلو مخکې د روغتیايي مرکزونو اړتیاوې پوره کېږي.
د دغه ولایت د شملزو ولسوالۍ اوسېدونکي غلام قاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کال چې به خلک د ژمي په موسم کې ناروغان کېدل او د خپلې سیمې روغتیايي مرکز ته به یې مراجعه کوله نو نه یې درمل موندلای شوای او نه یې تر مرکز کلات سفر کولای شوای.
دی وايي، ډېر کله به لارې د واورې، باران او سېلابونو له امله تړلې وې او ناروغانو به ژوند له لاسه ورکاوه.
د ده په خبره، اوس چې له ژمي مخکې د ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او وسایلو مرسته شوې نو د خلکو ستونزې به تر ډېره حل وي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن