پارون (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۱): د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې له نیمايي ډېر ښوونځي ودانۍ او له نیمايي ډېر ټولګي بیا ښوونکي نه لري چې دغو ستونزو ښوونیز بهیر ټکنی کړی دی.
د دې ولسوالۍ د پوهنې امر سید خلیلالله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې ټول ۲۷ ښوونځي دي چې یوازې ۸ یې ودانۍ لري او پاتې ۱۹ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، په دغو ښوونځيو کې درې لېسې (دوه د هلکانو او یوه د نجونو)، دوولس لومړني او دوولس منځني ښوونځي شامل دي.
دی وايي، په یاد شمېر ښوونځیو کې ۵ زره او ۷۰۰ زدهکوونکي چې څه باندې ۱۸۰۰ یې نجونې دي، زدهکړې کوي.
د ده په خبره، یاد شمېر زدهکوونکو ته یوازې ۱۱۴ ښوونکي تدریس کوي، په داسې حال کې چې ټول ۲۷۰ ښوونکو ته اړتیا ده.
هغه وویل، ۱۵۶ نور ښوونکي باید پر دندو وګومارل شي څو د کمښت ستونزه یې حل شي.
د دې ولسوالۍ د پشګر د هلکانو منځني ښوونځي امر بازمیر وايي، د ښوونکو کمښت له امله اړ دي د دوو بېلابېلو ټولګیو زدهکوونکي په یوه ټولګي کې کېنوي.
هغه زیاته کړه، که څه هم دا کار د تدریس اصولو خلاف دی خو بله چاره نه لري.
دغه راز یې يادونه وکړه چې ډېر ښوونځي ودانۍ هم نه لري او زدهکوونکي یې تر ونو لاندې زدهکړې کوي.
دی له حکومته غوښتنه کوي چې ښوونیزه برخه کې د دوی ستونزې حل کړي څو د پوهنې بهیر معیاري شي.
د نورستان د پوهنې رییس مولوي تاج محمد مطمین یادې ستونزې مني او وايي، په دې وروستیو کې د دغو او نورو ستونزو ارزونې په موخه له مرکز کابله یو اووه کسیز پلاوی دغه ولایت ته راغلی دی.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پلاوی ټولو ولسوالیو ته سفرونه کوي څو د ښوونې او روزنې په برخه کې ستونزې له نږدې وګوري او د حل لارې یې ولټوي.
نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې د پوهنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
د اویا سلنه ښوونځيو لپاره د ودانیو، مسلکي ښوونکو، درسي کتابونو او وسایلو نشتوالی هغه ستونزې دي چې د دغه ولایت د پوهنې بهیر یې ټکنی کړی دی.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن