کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۱): د روسيې رسنيو خبر ورکړی چې دغه هېواد «مېټا» کمپنۍ چې د فېسبوک او انسټاګرام مالکیت لري؛ د «تروریستي او افراطي» سازمانونو په نوملړ کې شامله کړې ده.
د روسي خبري اژانس انټرفاکس راپور ورکړی چې دغه کار د روسیې د مالي څارنې ادارې له لوري شوی دی.
الجریزې ويبپاڼې هم ورته څرګندونې کړې او ليکلي یې دي چې روسيې په مارچ مياشت کې له هغه وروسته فېسبوک او انسټاګرام کارول بند کړل چې ميټا کمپنۍ روسي ضد تبلیغاتو ته اجازه ورکړه.
سرچينه زياتوي، د میټا ادارې د مارچ په لسمه ویلي وو چې دې ادارې په خپله تګلاره کې داسې لیکنو، لکه «مرګ پر روسي اشغالګرو» ته به اجازه ورکړي، خو دا اجازه يوازې د هغو کاروونکو لپاره ده چې په اوکراين کې وي.
پژواک داسې کوم راپور نه دی ترلاسه کړی چې میټا کمپنۍ دې په دې اړه څرګندونې کړې وي.