کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۱): په کابل ښار کې د یو شمېر رسټورانټونو خاوندان وايي، کاروبار یې د اوسني حکومت د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله غوړېدلی او د ښځو راتګ هم نسبتا ډېر شوی دی.
په افغانستان کې د «اسلامي امارت» له واکمنېدو سره په لومړیو میاشتو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د رسټورانټونو کاروبار په بشپړل ډول له رکود سره مخ دی او ډېرې کمې پېرېدونکې لرلې.
د کابل ښار په قلعه فتحالله سیمه کې د یوې قهوې خونې مالک محمد ګلزاده وايي، د نوي حکومت په لومړیو څو میاشتو کې پېرېدونکې یې وېرېدلې او فکر یې کاوه چې ښايي د اسلامي امارت منسوبینو له لوري به ناوړه چلند ورسره وشي.
خو هغه څرګنده کړه چې د وخت په تېرېدو سره وضعیت ښه شو او په دې شپو ورځو کې یې کاروبار غوړېدلی او د سرپرست حکومت د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله، د ښځو راتګ زیات شوی چې په پېرېدونکو کې یې د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ ښځې وي.
ګلزاده د تېر حکومت په پرتله د خپلو پېرېدونکو د کمېدو لامل، بهر ته د یو شمېر کسانو تګ او د خلکو خراب اقتصادي وضعیت بولي.
په قلعه فتحالله سیمه کې د یوه راسټوارنټ مدیره فرشته (مستعار نوم) وايي، مخکې په ټولو برخو کې د ښځو ونډه زیاته وه، خو په هېواد کې له بدلون راتلو او محدویتونو لګېدو وروسته د دوی پېرېدونکي کم شوي دي.
د فرشتې په وینا، مخکې به یې نیم پېرېدونکي ښځې وې، خو د اسلامي امارت په لومړیو دوو یا درېیو میاشتو کې یې هیڅ پېرېدونکې نه درلودې او اوس په دې شپو او ورځو کې په شمېر کې یې یو څه ډېروالی راغلی دی.
هغې وویل، په هېواد کې د یوې ځوانې نجلۍ په توګه د شریعت خلاف کومه غوښتنه نه لري او هغه څه غواړي چې اسلام ښځو ته ورکړي، لکه د تعلیم، تحصیل او ټولنیزې ازادۍ حق.
بهتا چې له دو دوو نورو ملګرو سره یې د ګروپي کارونو ترسره کولو لپاره یوه هوټل ته راغلي وايي، له کله راهیسې چې حکومت بدل شوی، لومړۍ دوې میاشتې هیڅ له کوره بهر نه تله، خو وروسته یې د وخت په تېرېدو جرئت پیدا کړ څو هغو رسټورانټونو ته لاړې شي چې د ښځو لپاره ځانګړی ځای لري.
د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې د یوه رسټورانټ مسوول احمد صمیم وویل، د نوي حکومت په لومړیو کې خلک وېرېدل او له کوره بهر ته نه وتل چې کاروبار یې نږدې ۹۰ سلنه خراب شوی و؛ خو د وخت په تېرېدو سره یې اوس وضعیت بېرته مخ په ښه کېدو دی.
هغه زیاته کړه: «په لومړیو درېیو میاشتو کې ښځې بیخي نه راتلې، فامیلونه نه راتلل، خو اوس کورنۍ راځي، که زمینه برابره شي، ان د ګېمونو لوبې کوي او نږدې ۳۰ تر ۴۰ سلنه پېرېدونکې مو ښځې دي.»
د کابل په شهرنو سیمه کې د یوه هوټل مسوول شهزاده رسولي د کاروبار له بېرته غوړېدو او رسټورانټ ته یې د زیاتو ښځو په ورتګ پر پخلي سربېره وویل، خلک هغه وخت رسټورانټ ته راځي چې اقتصادي وضعیت یې ښه وي، که خلک د وچې ډوډۍ پیسې ونه لري، هیڅ کله به هم رسټورانټ ته لاړ نه شي.
په ورته مهال، د رسټورانټونو یاد مسوولین له حکومته غواړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه په خبره يې، د دوی د کار ډېر غوړېدل د خلکو له ښه اقتصادي وضعیت سره تړاو لري.
دغهراز دوی د خامو توکو د بیو لوړوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته یې وغوښتل چې په اوسنیو شرایطو کې د خامو توکو د بیو او مالیاتو د راکمولو په برخه کې همکاري ورسره وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP