پلعلم (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او غازي نایب امینالله خان لوګري بنسټ له لوري د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالۍ کې د نایب امینالله خان لوګري په اړه علمي سیمینار جوړ شو.
په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، د لوګر سیمهییزو چارواکو، د پوهنتون استادانو، فرهنګیانو او شاعرانو ګډون کړی و.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیعالله صمیم وویل، د دغه سیمینار جوړولو موخه د غازي نایب امینالله خان لوګري له ژوند، شخصیت او کارنامو د خلکو خبرول دي.
هغه د نوموړي د کورنۍ له غړو وغوښتل چې غازي نایب امینالله خان لوګري د شخصي ژوند، افکارو او کړنو په اړه له اطلاعاتو او کلتور ریاست، لیکولانو او شاعرانو سره معلومات شریک کړي څو هغوی یې په اړه څېړنې وکړي.
د کابل پوهنتون استاد محمدنعیم نایبخېل په خپله مقاله کې وویل: «غازي نایب امینالله خان لوګری له وړکتوبه له سیاست او مبارزې سره مینه لرله، کله چې د وخت بریتانیې پر افغانستان برید وکړ، همدا غازي نایب امینالله خان لوګری و چې د ملي پاڅون لپاره يې لاره هواره کړه او خلک يې جهاد ته وهڅول.»
هغه زیاته کړه، کله چې پاڅون کوونکو د هغه وخت د بل مشر عبدالله خان اڅکزي په کور کې لومړۍ ناسته وکړه نو امینالله خان غازي یې مرستیال وټاکل شو، هماغه مهال یې د ملي پاڅون طرحه جوړه کړه او لومړني عملیات يې د کابل پر بالا حصار وکړل چې ډېر انګرېزان يې ووژل.
د لوګر والي مولوي قدرت الله امیني وویل، نایب امین الله خان لوګرى د هیواد په کچه یو ملي او نوموتی تاریخي شخصیت و او باید افغانان په ځانګړې ځوانان د هغه لار تعقیب کړي.
هغه زیاته کړه چې د نوموړي د تاریخي کړنو له برکته افغانان وتوانېدل د نړۍ درې زبرځواک هېوادونه مات کړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي دا ډول سمینارونه جوړول ګټور وبلل او زیاته یې کړه، هڅه کوي د دغه ډول علمي سمینارونو لمن د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
په دغه سیمینار کې د پوهنتون یوه شمېر نورو استادانو او لیکوالو هم مقالې وړاندې کړې چې تر ډېره د غازي نایب امينالله خان لوګري پر ژوند او کارنامو ور ټولې وې.
غازي نایب امينالله خان لوګری په ۱۱۹۷ لمریز کال کې د لوګر د برهکې برک ولسوالۍ په برکي راجان کلي کې زېږېدلی دی.
پلار ِې ميرزايي خان د تېمورشاه دراني د واکمنۍ پر مهال د کشمير حاکم و او مور یې د کمال خان خرمخېلي لور وه، هغه د وخت مروج ديني علوم لوستي وو او د ښه لیک او لوست خاوند و.
غازي امينالله خان لوګري ته د هغه د ښو اخلاقو او په رښتینولۍ سره د دندو ترسره کولو له کبله د وخت واکمنۍ له خوا د امين الدوله لقب ورکړ شوی دی.
نوموړی په ۱۲۵۷ هـ کال کې د ۸۷ کلونو په عمر وفات شوی او د لوګر ولایت په برهکي برک ولسوالۍ کې خاورو ته سپارل شوی دی.