ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د سردې بند شاوخوا ۷۶ زره جریب دولتي ځمکه غصب شوې ده

د غزني د سردې بند شاوخوا ۷۶ زره جریب دولتي ځمکه غصب شوې ده

غزني (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د سردې بند شاوخوا ۷۶ زره جریب دولتي ځمکه غصب شوې چې چارواکو یې له غصبه د خلاصولو هڅې پيل کړې دي.

د سردې بند د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په ختیځ کې سردې کلي ته څېرمه پروت دی چې د هېواد دویم ستر بند ګڼل کېږي.

دغه بند په ۱۳۴۶ لمریز کال کې جوړ شوی چې د ۲۶۰ میلیون متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري او ۱۵۰ زره جریب ځمکه ترې خړوبېږي.

خو چارواکي وايي، د دغه بند اړوند د ۱۵۰ زره جریب ځمکې ۶۴ زره جریب یې د خلکو او ۸۶ زره جریب یې د دولت ملکیت دی چې ۶۷ زره جریب ځمکه یې غصب شوې او دولت ته یوازې ۱۰ زره جریب ځمکه پاتې ده.

د غزني د سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي اسدالله منصوري پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو لسیزو راهیسې د حکومت نه جدیت او له غاصبانو سره حساب او کتاب نه کول لامل شوی چې د سردې بند شاوخوا ۷۶ زره جریب دولتي ځمکه غصب شي.

هغه زیاته کړه: «سردې بند د هېواد په کچه د اوبو مهارولو دویمه لویه پروژه ده چې په ۱۳۶۴ لمریز کال کې تاسیس شوې، دوه لوی کانالونه ورڅخه غځېدلي چې یو ۳۰ او بل یې ۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، له دغو دوو کانالونو بیا سلګونه نور کانالونه غځېدلي چې ۱۵۰ زره جریب ځمکه خړوبوي.»

دی وايي، د دغه بند له ټولټال ۱۵۰ زره جریب ځمکې ۶۴ زره جریب یې شخصي ملکیتونه دي، ۸۶ زره جریب ځمکه یې د دولت ملکیت دی، ۷۶ زره جریب ځمکه یې غصب شوې او اوس دولت ته یوازې ۱۰ زره جریب ځمکه پاتې ده.

د ده په خبره، دا موضوع یې له مرکزي ادارې سره شریکه کړې څو له غصبه د دې ځمکې خلاصولو لپاره تصمیم ونیسي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له راتلو سره د یوه کال په موده کې موږ توانېدلي یو د سردې بند اړوند یوازې زر جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړو، که مو وس ورسېږي نو ټوله غصب شوې ځمکه به له غصبه خلاصه کړو.»

د غزني والي مولوي محمداسحاق اخندزاده هم وايي چې د سردې بند اړوند ۷۶ زره دولتي ځمکه غصب شوې چې دوی یې د راګرځولو هڅې کوي.

هغه پژواک اژانس ته وویل: «له غصبه د ځمکو د خلاصون په موخه د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ عدالحکیم شرعي په مشرۍ یوه کمېسیون جوړ شوی، دغه کمېسیون د هېواد په کچه د غصب شوو ځمکو او غاصبانو لېست چمتو کوي او وروسته یې د امارت له مشرتابه سره شریکوي.»

دی وايي، د سردې بند د غصب شوو ځمکو موضوع له دغه کمېسیون سره شریکه شوې ده، وبه کتل شي چې په اړه یې څه تصمیم نیول کېږي.

ده زیاته کړه: «موږ د هغو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي چې د زورواکو، د تېر نظام سیاسیونو، وکیلانو او نورو چارواکو په ناقانونه ډول نیولې دي، موږ د ټولو ځمکو لېست برابروو او مرکز ته یې استوو څو په اړه یې تصمیم ونیول شي، بل هغه کسان دي چې د امارت له راتلو وروسته یې ځمکې غصب کړې دي، هغوی په خپل صلاحیت نه پرېږدو، ابادې شوې ودانۍ یې ویجاړوو او جدي حساب ورسره کوو.»

بلخوا د غزني اوسېدونکي له پخوا د ځمکو له پراخ غصبه شکایت کوي او د مخنیوي لپاره یې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ یوه قومي مشر فتح محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په اندړو ولسوالۍ کې د سردې بند اړوند ځمکې هم په تېرو وختونو کې او هم اوس پخوانیو دولتي چارواکو، وکیلانو او زورواکو لاندې کړې، پلورلې او یا یې ودانۍ ورباندې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «پخوا به غریبو خلکو له دولته یادې ځمکې په اجاره نیولې چې د کال په اوږدو کې به یې هم په خپله حاصل ورڅخه ترلاسه کاوه او هم به یې دولت ته ګټه رسېده خو اوس هیڅ هم نشته، ټولې ځمکې غصب شوې دي.»

دی وايي، په کار ده د سردې بند دولتي ځمکې له غصبه خلاصې شي او د پخوا په څېر بېوزلو خلکو ته په اجاره ورکړل شي.

د اندړو ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي حاجي شېرشاه پژواک اژانس ته وویل، زورواکو د تېرو درېیو لسیزو په اوږدو کې ډېرې هغه ځمکې غصب کړې چې د حکومت لپاره ښې عایداتي سرچینه ګڼل کېدې.

د ده په خبره، یوه بېلګه یې د سردې بند ځمکه ده چې پخوا ۳۵۰۰ کسانو ته په اجاره ورکړل شوې وه خو اوس ټوله غصب شوې ده.

دی غوښتنه کوي چې لومړی دې غصب شوې ځمکې په نښه او بیا دې د غاصبانو لېست جوړ شي او وروسته دې جدي حساب او کتاب ورسره وشي.

د سردې بند اوبه د پکتیکا او پکتیا له غرونو سرچینه اخلي چې په ۱۹۶۷ زېږدیز کال د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ۳۲ کیلومتره مساحت په لرلو جوړ شوی دی.

که څه هم چې له دغو اوبو په زرګونه جریب ځمکه خړوبېږي خو د سیمې خلک وايي، له دغه تاریخي بند څخه نوره اقتصادي ګټه هم اخیستل کېږي.

دوی غوښتنه لري چې د غصب شوو ځمکو له خلاصون وروسته دې دغه بند د ‘ملي پارک’ په توګه ونومول شي څو کورني او بهرني سیلانیان ورته رامات شي، دغلته به د مرغانو او کبانو د غیرقانوني ښکارمخه ونیول شي او په زرګونو ځوانانو ته به په کې کاري فرصتونه برابر شي.

Views: 110

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.