Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان دهراوود ولسوالۍ کې سلګونه کسان د خوراکي توکو بدل کې پر کار ګومارل شوي

ترینکوټ (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیو‌ایف‌پي) د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د سلو ښځو په ګډون، زر کسان د خوراکي توکو په بدل کې پر کار ګومارلي دي.

له دې ډلې سل بېوزلې ښځې په خپلو کورونو کې د چرګانو روزنې او وړو باغچو جوړولو او ۹۰۰ بېوزلي د یوه استنادي دېوال جوړولو او د باران اوبو زېرمه کولو لپاره د کندو پر ایستلو بوخت دي.

د اروزګان سیندیزې حوزې مسوول ملا عبدالوکیل نقي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پروژه د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ او د افغان پرمختیايي موسسې/ ADA په تخنیکي همکارۍ په دهراوود ولسوالۍ کې تازه پيل شوې چې نهه میاشتې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، د دغې پروژې له مخې په یادې ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ بېوزله کسان پر کار ګومارل شوي چې د کورنیو سرپرستي ور تر غاړې ده.

دی وايي، نهه سوه کسان په بونډیانې سیمه کې د هلمند سیند په اوږدو کې د ۴۵۰ متره استنادي دېوال جوړولو او د باران اوبو زېرمه کولو لپاره د ۷۲۰۰ کندو (Water Sheets) ایستلو پر کار او سل ښځې په خپلو کورونو کې د چرګانو روزنې او وړو باغچو جوړولو پر کار بوخت دي.

د ده په خبره، دا ډول پروژې د دغه ولایت په خاص اروزګان او ګیزاب ولسوالیو کې هم روانې دي.

په اروزګان کې د افغان پرمختیايي موسسې مسوول مومند پژواک خبري اژانس ته وویل، په دهراوود ولسوالۍ کې د سلو ښځو په ګډون زر بېوزله کسان د یوې رڼې سروې په پایله کې انتخاب او د خوراکي توکو په بدل کې پر کار ګومارل شوي دي.

دی وايي، هرې کورنۍ ته هره میاشت د کار په بدل کې ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۹ لېټره غوړي، ۹ کیلوګرامه لوبیا او ۴ کیلوګرامه مالګه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هڅې روانې دي چې د یادې پروژې وخت له نهو میاشتو ډېر شي او په نورو ولسوالیو کې هم پلې شي.

خلک خوښ دي چې په خپلو سیمو کې پر کار بوخت دي او په بدل کې یې خوراکي توکي ترلاسه کوي.

د دهراوود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شفیع‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، هر سهار اته بجې بونډیانې سیمې ته ځي او د غرمې تر دولسو بجو کار کوي.

ده زیاته کړه، خوښ دی چې هم خپلې سیمې ته خدمت کوي او هم یې په بدل کې خوراکي توکي ترلاسه کوي.

نوموړی وايي، ورته پروژې دې په نورو ولسوالیو کې هم پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.