Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل پولیس: يو مشهور غل ووژل شو

کابل (پژواک ۲۳ تله ۱۴۰۱): د کابل امنيه قومندانۍ مسوولین وايي، پولیسو د کابل ښار په لسمه امنيتي حوزه کې يو مشهور "غل" وژلی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د «صميم جنايي» په نوم مشهور غل د متقابلو ډزو په پايله کې ووژل شو.

ده زياته کړې، د کابل امنيه قومندانۍ د لسمې امنيتي حوزې پوليسو يو تن غل چې څه موده مخکې يې نور غړي هم نيول شوي و او د سيف الرحمان په نوم يو تن پوليس يې هم د ګزمې پرمهال وژلی و، د دقيقو اطلاعاتو پر اساس د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د متقابلو ډزو په پايله کې د جمعې په شپه ووژل شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.