کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وايي، تېره اوونۍ د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۹۰زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۱۱۰۰ ټنه توکي له هېواده بهر صادر شوي دي.
دغې ادارې نن د تلې په ۲۳مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «تېره اوونۍ د تلې میاشتې له ۱۵ تر ۲۱مې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې په ټوله کې ۹۱ زره او ۲۹۵ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.»
سرچینه زیاتوي، د حیرتان رېلپټلۍ له لارې ۷۳ زره او ۱۰۸ ټنه، د اقینې رېلپټلۍ له لارې ۳ زره او ۳۰۰ ټنه او د تورغونډۍ رېلپټلۍ له لارې ۱۳ زره او ۷۲۸ ټنه توکي هېواد ته وارد شوي او ۱۱۵۹ ټنه توکي بیا له همدغو لارو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
یادې شوې ادارې په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې په وارداتو کې کوم توکي شامل دي او له کومو هېوادونو وارد شوي او دا یې هم نه دي ویلي چې وچه مېوه کومو هېوادونو ته صادره شوې ده.
د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
دغې ادارې څو ورځې مخکې خبر ورکړی و چې په تېرو ۶ میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ انتقالات او عواید ۲۲ سلنه ډېر شوي دي.
په دې اړه د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱.۷ میلیون مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد شوي او څه باندې ۱۵۸ زره ټنه توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې له درکه یې ۱.۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن