ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوې ډلې نیمروزۍ ښځو د انلاین سوداګرۍ له لارې سلګونو نورو ته د کار زمینه برابره کړې

یوې ډلې نیمروزۍ ښځو د انلاین سوداګرۍ له لارې سلګونو نورو ته د کار زمینه برابره کړې

author avatar
16 Oct 2022 - 17:05
یوې ډلې نیمروزۍ ښځو د انلاین سوداګرۍ له لارې سلګونو نورو ته د کار زمینه برابره کړې
author avatar
16 Oct 2022 - 17:05

زرنج (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): په نیمروز کې یوه ډله ښځې وایي، له پرلیکه بازارموندنې څخه په استفادې سلګونو نورو ښځو ته د پایدار او بې زیانه کار زمینه برابره کړې ده؛ د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین د دغو ښځو دا اقدام ستايي او ترې د ملاتړ ژمنه کوي.

د یادې انلاین سوداګریزې شبکې بنسټګره فرشته غلجایي پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کال مخکې چې ډېرو ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړل او له اقتصادي ستونزو سره سره یې د خپلې کورنۍ د نفقې تامینولو مسوولیت پرغاړه لرل، هغې د ښځو لپاره د یوه دوامداره کار موندلو فکر وکړ، څو ښځې په کورونو کې هم وکولای شي چې کار وکړي او عاید ولري.

هغې زیاته کړه: «زه په ایران کې د ارایشي او روغتیایي لوازمو یوه تولیدونکي شرکت سره د یوې ملګرې له لارې مې معرفي شوم او په دغه شرکت کې چې کومو ایرانیو مېرمنو کار کاوه، د انلاین سوداګرۍ او بازارموندنې شبکې د ښېګڼو په اړه راته زده‌کړه راکړه تر دې چې خپل کار مې پیل کړ.»

د هغې په خبره، روغتیايي او د سینګار محصولات له «پنبه ریز ایراني شرکت» نه په انلاین ډول پېرل کېږي او د موټرونو په وسیله له پولې دې غاړې ته راوړل کېږي او د خاوند له خوا یې ټولو هغو ښځو ته تسملېږي چې له دې سره همکارې وي.

سرچینه زیاتوي: «ما په لومړي پړاو کې په ۱۰ زرو افغانیو کار پیل کړ، دېر ژر مې ۳۰ نورې ښځې دغه انلاین سوداګریزې شبکې ته را داخلې کړې چې بیا دې هرې ښځې له ۳۰ تر ۶۰ نورې ښځې دغه کار شاملې کړې.»

د هغې په خبره، د شبکې بازارموندنې له لارې ښځې په کورونو کې هم کولای شي چې په انلاین ډول کار وکړي او دا په اوسنیو شرایطو کې افغان مېرمنو ته د کار یو غوره فرصت دی.

د هغې د معلوماتو له مخې، د دغې سوداګرۍ له لارې ۲۰ سلنه تولیدي شرکت او ۵۰ سلنه ښځې ګټه تر لاسه کوي؛ ځکه چې د دغو محصولاتو ډېری مصرفوونکې او پلورونکې ښځې دي.

نوموړې زیاته کړ، د ښځو په هڅه دغې سوداګرۍ له نیمروز څخه بهر هم وده وکړه؛ ځکه چې دغه محصولات پکتیا، هرات، فراه، پنجشېر، کابل، بدخشان، کندهار، وردګ … ولایتونو ته هم لېږدول کېږي؛ اوس د یوه کال په موده کې، په ټول هېواد کې ۱۵۰۰ ښځو ته د پایدار کار زمینه برابره شوې ده.

د سرچینې په خبره، په ټول هېواد کې د دې شبکې په پراخېدو سره د ښځو سوداګري ښه شوې، اوس هره ښځه کولی شي چې په میاشت کې تر ۲۵ زرو افغانیو خریداري وکړي او لږ تر لږه ۱۵ زره افغانۍ و ګټي.

په دغه حال کې، د مژګان عظیمي په نوم یوه ښځه چې تازه انلاین سوداګرۍ شبکې ته داخله شوې، له پژواک سره په خبرو کې وویل، شبکه‌یي بازارموندنه په انټرنټي بڼه تر سره کېږي، په دغه ډول سوداګرۍ کې دوه ډوله ګټه تر لاسه کېږي چې یوه اندازه د محصولاتو د پلور له لارې ده او یوه اندازه بیا د شرکت له خوا د محصولاتو خرڅلاو ته په کتو سره ورکول کېږي.

نوموړې چې خپله ارایشګره هم ده وایي: «که څه زه په خپل مسلک کې بوخته یم، خو د غه کار راته په کور کې ډېره ګټه راوړي او مشتریان د ارایشي محصولاتو پېرلو لپاره بازار ته نه ځي، بلکې له ما نه یې په ښه کیفیت پېري.»

هغې وویل، شبکه‌یي بازارموندنه ډېره ګټه لري؛ د ټرانسپورت او مالیې لګښت نه لري، محصول په مستقیم ډول د خلکو لاس ته ورځي، د لېږد په برخه کې اسانتیاوې شته؛ د بازار له نرخه په ارزانه پلورل کېږي؛ ځکه چې په ارزانه بیه د مشتریانو لاسته ورځي.

دغه ډول شبکه يي بازارموندنه د هغو ښځو لپاره چې یو څه اخلي، درې درجې امتیاز په پام کې لري چې د پېر پلور کچې ته په کتو سره د سرو زرو، مروارید او یاقوتو وېشل شوي او د اړوند شرکت له لوري میاشتنی معاش هم ورکول کېږي.

په دغه حال کې، د نیمروز د سوداګرۍ خونې عامل مدیر نجیب‌الله خاشرودي وایي، په دې وروستیو کې ښځې له مختلفو لارو توانېدلي دي چې کوچني او لویې سوداګرۍ پیل کړي.

هغه زیاتوي، د صنایعو او سوداګرۍ خونه په ځانګړي ډول له سوداګرو مېرمنو نه د ملاتړ پروګرامونه لري، څو د هغوی لپاره د لا ښې سوداګرۍ زمینه برابره کړي.

خاشرودي وویل: «خوښ یم چې نیمروزۍ مېرمنې پر مډرنو لارو چارو سوداګري کوي؛ د نیمروز د سوداګرۍ او صنایعو خونه هغه ښځې چې له حلالې لارې پیسې لاسته راوړي ترې ملاتړ کوي او هغوی هڅوي.»

نوموړي زیاته کړه، د امکان په صورت کې کولی شي، د متشبثو ښځو او د هغو د کار د دوام لپاره د موسسو او خصوصي سکټور توجه ورته جلب کړي، څو ښځې وکولای شي چې په کور کې هم  کار وکړي او دوامداره کار ولري.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.