Language

لوګر کې له سلګونو کروندګرو سره د غنمو اصلاح‌ شوي تخم او کيمیاوي سرې مرسته وشوه

پل‎‌علم (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ملګرو ملتونو نړۍوال پرمختیایي پروګرام/ UNDP له لوري له دوه زره ۲۳۴ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.

د دغه ولایت د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره چې د ملګرو ملتونو نړۍوال پرمختیايي پروګرام له لوري چمتو شوي وو، د افغانستان راتلونکي نسلونه/ FGA موسسې له لوري د مرکز پل‌علم په ګډون د محمداغې، بره‎‏کي برک، څرخ او خوښۍ ولسوالیو پر دوه زره ۲۳۴ کروندګرو ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۵۰ کیلوګرامه توره سره ورکړل شول.

دی وايي، د کرنې ریاست کارکوونکو له لوري به کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم کرلو او کیمياوي سرې کارولو په اړه پوهاوی هم ورکړل شي.

د مرکز پل‌علم د حصارک کلي یوه کروندګر حاجي بسم‎الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرسته په ډېر مناسب وخت کې د لوګر له کروندګرو سره وشوه.

هغه غوښتنه وکړه چې په پاتې ولسوالیو کې دې هم پر کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شي.

د بره‎کي برک ولسوالۍ یوه کروندګر منیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال بې موسمه اورښتونو او سېلابونو د لوګر کروندګر سخت زيانمن کړي؛ په کار ده نوره مرسته هم ورسره وشي.

په لوګر کې په داسې حال کې د ملګرو ملتونو نړۍوال پرمختیایي پروګرام له لوري له کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته کېږي چې څو میاشتې مخکې سختو اورښتونو او سېلابونو د دغه ولایت ۶۰ زه جریب کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې.