Language

مولوي عبدالکریم حسیب د پاسپورټ ریاست د نوي رییس په توګه معرفي شو

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): مولوي عبدالکریم حسیب د کورنیو چارو وزارت د حکم پر بنسټ د پاسپورټ عمومي ریاست د نوي رییس په توګه معرفي شو.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې مولوي عبدالکریم حسیب وویل: «د ولسونو لپاره به لا ډېر خدمتونه کوو، په چارو کې به حوصله او رښتینولي ته ژمن پاتې کېږو او له فساد سره به په کلکه مبارزه کوو.»

هغه همدا راز د یاد ریاست پر ټولو کارکوونکو غږ وکړ چې خپل مسلک ته وفادار پاتې شي او خلکو ته ښه خدمت وکړي.

په دغه غونډه کې د پاسپورټ ریاست مخکني رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي هم وویل: «ټول د پاسپورټ ریاست کارکوونکي د کار کولو ښې وړتیاوې او په یاده برخه کې خورا ښې تجربې لري چې تل به د پخوا په څېر ژمن او همکار وي.»

هغه له ټولو غوښتي چې د پاسپورټ له نوي رئیس سره همکاري وکړي.

شاوخوا یوه اونۍ مخکې د پاسپورټ ریاست اعلان وکړ چې د تخنیکي ستونزو له امله یې چارې د یوې مودې لپاره ځنډېدلې او د ستونزې له حل وروسته به بیا خپلې چارې پیل کړي، خو تراوسه نه دي پیل شوې.