ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
16 Oct 2022 - 16:03
جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
16 Oct 2022 - 16:03

شبرغان (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): په جوزجان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د جوزجان ـ بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر بسم‌الله نصرت وویل، دغه پيښه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د جوزجان – بلخ پر لویه لار د جوزجان ولایت فیض‌اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، دغه پېښه تېر ماښام د دوو کرولا موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې د دوو دیني عالمانو په ګډون درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او ټپیان د جوزجان او مزارشریف ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.