کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): لرګین هنري اثار چې د افغانستان د خلکو له ډېرو پخوانیو لاسي صنایعو څخه ګڼل کېږي، مخکې به د سړیو له خوا جوړېدل؛ خو اوس ځېنو ښځو هم دغه هنر ته مخه کړې او په خپلو ظریفو لاسونو ظریف او ښکلي توکي تولیدوي.
دغه ښځې د خپلو تولیداتو لپاره د دایمي ځای، نندارتونونو او بازار له نشتوالي شکایت لري او له سرپرست حکومته غواړي چې ترې ملاتړ وکړي او یو دایمي ځای دې ورته برابر کړي.
«نیل نورستاني حکاکي شرکت» هغه ځای دی چې د نارینهوو ترڅنګ ښځې هم پکې د لرګینو صنایعو پر تولید بوختې دي.
د یاد شرکت بنسټګرې فروزان صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د «نیل نورستاني حکاکي شرکت» دوه کاله مخکې تاسیس شو او ښځو او نجونو ته په کې د حکاکۍ ترڅنګ درس هم ورکول کېږي.
هغې په داسې حال کې چې ویل یې، په دغه شرکت کې ښځې او سړي په جلا جلا ځایونو کې پر کار بوخت دي، زیاته کړه، د یاد شرکت په نمایندهګۍ کې - چې د کابل ښار په پل سرخ سیمه کې فعالیت لري- اته ښځې پر کار بوختې دي؛ خو د ترکاڼۍ په کارخونه کې یې - چې د کابل ښار په تایمني سیمه کې فعالیت لري- ۱۰ سړي د لرګینو توکو په ځانګړې توګه فرنیچر جوړولو باندې بوخت دي.
هغې زیاته کړه: «هغه ښځې او سړي چې له موږ سره کار کوي، هم د نجارۍ په برخه کې وارد دي او هم د ګلانو جوړولو او ډیزاین برخه کې، خو ډېر خلک فکر کوي چې دغه کار یوازې سړي کولی شي.»
نوموړې په داسې حال کې چې وایي، په دغه شرکت کې له نورستاني حکاکۍ هنر یعنی د لرګیو پرمخ نقاشۍ څخه استفاده کوي، زیاته کړه: «دلته پتنوس، میوهدانۍ، فرنیچر، د زیوراتو لپاره صندوقچې، ساعتونه، ډيکوري وسایل، د نقاشۍ ټابلوګانې، د قرانکریم ریلونو سوختهکاري او میناتوري او داسې نور جوړېږي.»
صدیقي چې په خپله هم د حکاکۍ له هنر سره بلدتیا لري او د یوې میناتورۍ پر ګلجوړونې بوخته وه، یادونه وکړه: «مخکې ما د نقاشۍ یوه کارګاه درلودله، خو له یوې مودې وروسته د ناروې هېواد له لوري د یوې پروژې وړاندیز وشو چې د نورستاني حکاکۍ په اړه وه، نوملیکنه مې وکړه او هملته مې دغه کار زده کړ.»
هغې زیاته کړه: «دوه کاله کېږي چې د خاوند په مرسته او د هغه په ملاتړ مې دغه شرکت جوړ کړ، په ډېر لږ لګښت مې پیل وکړ؛ دا چې ډېره لیوالتیا ورسره لرم نو د پرمختګ په هیله یم او مخکې به لاړه شم.»
په یاد شرکت کې د دې ترڅنګ چې لرګين وسایل تولیدېږي، د دغه صنعت یو شمېر زدهکوونکو ته هم زدهکړه ورکول کېږي چې شاملو کسانو ته فیصدي معاش هم ورکول کېږي؛ د بېلګې په ډول د یوې مېوهدانۍ د جوړولو ۲۰۰ افغانۍ ورکوي.
نوموړې وویل، مخکې به چې کوم زینتي وسایل په دغه شرکت کې جوړېدل، له هېواده بهر هم صادرېدل؛ د دغه شرکت تولیدات به په ځانګړي ډول په اسټرالیا، امریکا او ترکیې کې ښه خرڅلاو درلودل.
هغې زیاته کړه: «که وتوانېږو چې خپل تولیدات نړۍوال کړو نو د هېواد د فرهنګ او اقتصاد په برخه کې به یوه لویه لاسته راوړنه ولرو او دغهراز د هغو ښځو او سړیو لپاره چې له حکاکۍ سره لېوالتیا لري، د کار ډېره زمینه به ورته برابره شي.»
هغې د خپلو تولیداتو لپاره د د ایمي ځای، بازار او نندارتونونو برابرولو غوښتنه وکړه؛ ځکه چې اوسمهال په کرایې کورونو کې پر کار بوخت دي.
هغې له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې د حکاکانو او په ځانګړي ډول ښځو لپاره د یوه دایمي ځای برابرولو ترڅنګ، د هغوی د محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې هم همکاري وکړي.
په ورته وخت کې، په یاد شرکت کې یوې زدهکوونکې یلدا ابراهیمخېل چې په مېوهدانۍ کې د ګلانو پر رسامۍ بوخته وه، وویل: «دوه کاله کېږي چې د نورستاني حکاکۍ رشتې ته مې مخه کړې او کار کوم، په کور کې شپږ کسان یو او یوازې زه او پلار مې کار کوو.»
هغې چې د وچې مېوو په مېوهدانیو کې ګلان رسمول وویل، د جمهوریت نظام پرمهال یې کارونه ښه وو او تقاضا ډېره وه خو اوس کمه شوې ده.
نوموړې له یادې برخې د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل: «دولت باید په دې برخه کې ډېره پانګونه وکړي او ښځو ته دې د کار زمینه پراخه کړي.»
دغهراز په یاد شرکت کې یوې بلې مېرمنې خاتمه حسیني په داسې حال کې چې پر لرګیو یې ګلان جوړول وویل: «یو کال کېږي چې په دغه شرکت کې د حکاکۍ پر کارونو بوخته یم او کوم کار چې کوم، ډېره خوښه یم؛ ځکه چې پیسې لاسته راوړم، زما له خپلې زیار ایستلو څخه ده.»
هغې په داسې حال کې چې په مېوهدانیو کې پر ګلانو جوړولو بوخته وه، وویل چې په کور کې اته کسان دي او یوازې یو ورور یې کار کوي او وخوره مه مره ژوند لري.
هغې هم له حکومته د حکاکانو لپاره د دایمي ځای او ښځو لپاره د کار زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد مخکې ویلي و: «موږ د سوداګرو ښځو له فعالیتونو ملاتړ کوو او هغوی ته زمینه برابرو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ خپل تجارت پر مخ بوځي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP