[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۱): د خوړو نړۍوالې ورځې په مناسبت، ملګرو ملتونو ویلي چې نږدې ۱۹ میلیون افغانان کافي خواړه نه لري.
د اکتوبر ۱۶مه، د خوړو له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله، ملګرو ملتونو په نړۍ کې له لوږې سره د مخامخ کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش پخپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، په تېرو درېیو کلونو کې له لوږې سره د مخامخ کسانو شمېر څه باندې دوه برابره زیات شوی دی.
هغه زیاته کړې: «موږ باید په ګډه له ناهیلۍ څخه د امید او عمل پر لور حرکت وکړو او غذايي رژیمونه د ټولو لپاره د لاسرسي وړ او ارزانه کړو. د خوړو په نړۍواله ورځ کې له تاسو څخه غواړم چې د تغیر برخه و اوسئ.»
بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) ویلي چې په افغانستان کې ۱۸،۹ میلیون افغانان په کافي اندازه خواړه نه لري او نږدې شپږ میلیون یې بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.
د یادې ادارې مشر ډیویډ بیسلي ویلي چې ۲۰۲۲ زېږدیز کال د بشردوستانه چارو په برخه کې له دوهمې نړۍوالې جګړې وروسته تر ټولو خونړی کال بلل کېږي او اوس د راتلونکي کال په اړه اندېښنه لري.
هغه زیاته کړې: «موږ اوس په ۲۰۲۳ کال کې د خوراکي توکو پیدا کېدو له بحران سره مخ یو. که چېرې په عمل کې پاتې راغلو، دا به یو ناورین وي چې پخپل ژوند کې مو نه وي لیدلی.»
[/restrict]
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن