[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۱): د کرکټ د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو په لومړۍ ورځ نمیبیا سریلانکا او هالینډ اماراتو ته ماتې ورکړه.
د کرکټ نړیوال جام سیالۍ دوې برخې لري چې په لومړۍ کې يې سريلانکا، ویسټانډیز، زمبابوې، ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ، نمیبیا او متحده عربي امارات يو د بل پر وړاندې لوبه کوي.
د سیالیو په بله لوړه برخه کې، افغانستان، اسټرالیا، انګلنډ، بنګلهدېش، جنوبي افریقا، پاکستان، نیوزلنډ او هندوستان هغه اته غوره لوبډلې دي چې وار د مخه یې په مستقیمه توګه شل اووریز نړۍوال جام ته لار موندلې ده.

همدارنګه له یادې لومړۍ برخې څخه به څلور غوره لوبډلې له دغو اتو لوبډلو سره یو ځای کېږي او بیا به ټولې ۱۲ لوبډلې د نړۍوال جام په دویم پړاو کې له یو بل سره سیالۍ کوي.
د نړیوال جام سیالیو د لومړۍ برخې لوبې د تلې په ۲۳مه پیل شوې، او په لومړۍ ورځ د نمیبیا لوبډلې د سریلانکا په څير پیاوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ټول حیران کړل.
ددې لوبې پچه سریلانکا ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د نمیبیا لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۳منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ.
خو دسریلانکا لوبغاړي د توقع پر خلاف د نمیبیا پر وړاندې سمه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله یې په ۱۹ اورونو کې په ۱۰۸ منډو وسوځیدله او دغه راز نمیبیا دا لوبه د ۵۵ منډو په توپیر سره وګټله.
په یوه بله لوبه کې بیا هالینډ د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د اماراتو لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، خو توپوهونکو یې سمه لوبه ونه کړه او د اتو لوبغاړو په سوځیدلو یې ۱۰۸ منډې جوړې کړې.
د هالینډ لوبډلې یاد هدف د شلم اوور په پنځم توپ د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
سبا به د سکاټلینډ او ویسټ انډیز ، ایرلینډ او زمبابوې ترمنځ لوبې کېږي.
افغانستان په الف ګروپ کې دی او له اسټرالیا، انګلستان او نیوزلنډ سره یې لوبې معلومې شوې او دوې نورې لوبې به یې د لومړي پړاو له دوو غوره لوبډلو سره وي.
په شل اووریز نړۍوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۲مه، له انګلستان سره ده.
خو افغان کرکټ ملي لوبډله تر دغو رسمي سیالیو مخکې د اکتوبر په ۱۷مه، له بنګلهدېش سره او د همدې میاشتې په ۱۹مه، پاکستان سره تمریني لوبې لري.
[/restrict]