Language

د کابل والي: د کابل د خلکو ستونزو ته د رسېدنې میاشتنۍ غونډې پیلوو

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د کابل ځیني خلک له نظامه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وایي، چارواکي باید د ولس پرمخ خپلې دروازې پرانیزي؛ د کابل والي بیا وايي، د خلکو ستونزو ته د رسېدنې میاشتنۍ غونډې پیلوي او د خپلسرو کړنو مخنیوي لپاره یې یوه کمېټه هم جوړه کړې ده.

د کابل ولایت مقام نن (دوشنبه) د دغه ولایت له ولسوالیو او ناحیو څخه درې – درې کسان یوې غونډې ته رابللي وو، څو د کابل په کچه د خلکو د یوې شورا جوړېدو په اړه سره سلا مشورې وکړي او د خپلو سیمو ستونزې هم شریکې کړي.

په دغه غونډه کې د خلکو په استازیتوب محمد باز غیرت وویل، مقام یو امنت او مسوولیت دی، له همدې امله د کابل والي ته په کار ده چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دی وایي، چارواکي دې له ملت سره واټن نه پیدا کوي او د خلکو پر مخ دې خپلې دروازې نه بندوي، خو خلکو ته په کار ده چې د دغه نظام ملاتړ وکړي.

هغه هیله وښوده چې د هر کار لپاره باید له خلکو سره مشورې وشي.

د خلکو بل استازي مولوي سراج‌الحق هم له نظامه د ملاتړ څرګندونې وکړې، ویې ویل: «اسلامي نظام په یوه هېواد کې د خدای نعمت وي چې شکر یې باید ادا شي.»

د کابل ولایت د استناف محکمې رییس مولوي عبدالغفار وویل، کېدای شي په حکومت کې ځینې ستونزې وي خو د «اصلاح دعا» په کار ده.

د کابل والي مولوي ندامحمد ندیم بیا وویل چې د ولسونو ستونزې حلول، اقتصادي، تعلیمي او نورو زېربنایي کارونو ته پام کول د نظام مسوولیت دی.

دی وایي: «په شل کلن جریان کې ولسونو زموږ په کلکه ملاتړ کړی او د ولسونو د همکارۍ نتیجه وه چې خدای (ج) افغانستان کې اسلامي نظام حاکم کړ.»

هغه زیاته کړه، د خپلسرو کسانو د کړنو مخنیوي لپاره د کابل مقام په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوې او یوه شمېره به اعلان شي ترڅو ولسونه اړیکې ونیسي.

ندیم زیاتوي: «غوښتنه مو دا ده چې د ولس ستونزې راسره شریکې کړئ… د مشورې حق درباندې لرو، موږ به غږ کوو، تاسو مشوره راکړئ.»

ده وویل، هره میاشت به د ولسوالیو او ناحیو د درې- درې کسانو په ګډون یوه مشورتي غونډه جوړېږي، څو د خلکو ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي.