کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو په لومړۍ تمريناتي لوبه کې بنګلهدېش ته د ۶۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په نننۍ سيالۍ کې افغانستان پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
د کرکټ ملي لوبډلې په ٢٠ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې او بنګلهدېش ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۴۶، محمد نبي ۴۱ او رحمانالله ګربز بیا ۲۷ منډې وکړې.
خو د بنګلهدېش لوبډلې ونه شول کولاى چې ياد هدف پوره کړي.
د بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې په شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۸ منډې وکړې او د ٦٢ منډو په توپير يې افغانستان ته لوبه وبایلله.
د افغانستان له لوري په توپاچونه کې فاروقي ۳، مجیبالرحمن، نوینالحق، فرید احمد او محمد نبي د بنګلهدېش یو-یو لوبغاړي وسوځول.
د یادونې ده چې د افغان کرکټ ملي لوبډله به خپله دویمه تمریناتي لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP