پل علم (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۱): د کابل- لوګر پر لار په سقاوې دښته سیمه کې دوو ټوډي موټرو ټکر کړی چې له امله یې درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د پېښې یوه عیني شاهد صدیقالله پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه تېره ورځ مازیګر د کابل- لوګر لارې اړوند د سقاوې په دښته کې هغه مهال وشوه چې د یوه واده د زوم موټر په ناوې پسې روان و او له بل موټر سره یې ټکر وکړ.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۳ کسان مړه او د زوم په ګډون ۲ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، پېښه د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ او ګړندي تګ له امله شوې ده.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس هم پژواک خبري اژانس ته د دغې ترافیکي پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې پېښه د کابل- لوګر لارې اړوند سفیدسنګ دروازې ته څېرمه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د موټرچلوونکو د بېپروایي له امله د کابل- لوګر پر لار ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.
د ورته پېښو لاملونه تر ډېره د ترافیکي اصولو نه مراعاتول، بېاحتیاطي او د سړکونو خراب حالت ګڼل کېږي چې خلک یې له اړوندو ادارو د کنټرولولو غوښتنه کوي.
Views: 592
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن