ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني له دې وروسته هره میاشت زر کسه افغان کډوال مني

جرمني له دې وروسته هره میاشت زر کسه افغان کډوال مني

author avatar
18 Oct 2022 - 01:08
جرمني له دې وروسته هره میاشت زر کسه افغان کډوال مني
author avatar
18 Oct 2022 - 01:08

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د جرمني حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته د پلان له مخې به هره میاشت نږدې ۱۰۰۰ افغان ښځې او نارينه د خپلو کورنیو له غړو سره په المان کې ومنل شي.

د جرمني اژانس (ډي‌ډبلیو) د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک او د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر نن (دوشنبه، د تلې ۲۵مه) په برلین کې وویل، د پلان له مخې به هره میاشت نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان ښځې او نارينه د خپلو کورنیو له غړو سره په المان کې ومنل شي.

سرچینې زیاته کړې، په دې توګه په افغانستان کې د اوسني حکومت له واکمنېدو راهيسې، د جرمني حکومت په دغه هېواد کې د خلکو ملاتړ جاري ساتلی دی.

په راپور کې راغلي، د پناه‌غوښتونکو د منلو نوی پروګرام پر هغو کسانو تمرکز کوي چې «د ښځو او بشري حقونو ته د خپلې ژمنتیا او یا هم د عدالت، سیاست، رسنیو، زده‌کړې، کلتور، سپورت یا پوهې په برخو کې د کار له امله یي ځان په خطر کې اچولی وي او شخصاً دی پخپله له خطر سره مخ وي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې بیربوک ویلي: «ډېر خلک په افغانستان کې هره ورځ له تعقیب او تاوتریخوالي سره د مخامخېدو په وېره کې ژوند کوي. هغه کسان چې له موږ سره یوځای يې د افغانستان لپاره پر یوه غوره راتلونکي باور درلود او د دغه هدف لپاره یي کار کړی دی.»

هغې زیاته کړې: «تر ټولو په لومړي قدم کې له تېر دوبي راهیسې طالبانو له ښځو او نجونو څخه د دوی راتلونکی او هیلې اخیستې دي او په پرله‌پسې ډول یې حقونه محدودوي او د هر هغه چا پر ضد وحشیانه اقدام کوي چې د دوی پر وړاندې مقاومت کوي؛ له همدې امله د بشردوستانه منل کېدو دا نوی پروګرام په ځانګړې توګه پر دغه ډول کسانو تمرکز کوي.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر بیا ټینګار کړی چې «مونږ اقدام کوو او خپل بشري مسئولیت ترسره کوو.»

هغې زیاته کړه: «د منل کېدو د ټاکل شوو معیارونو په اساس کولی شو په ځانګړې توګه په افغانستان کې له خطر سره مخامخو او اغېزمنېدونکو کسانو ته خوندیتوب وړاندې کړو.»

د کورنیو چارو وزیرې دې خبرې ته هم اشاره کړې چې د منل کېدو پروګرام لپاره په پام کې نیول شوې اندازه، د هغو شمېرو پر اساس ده چې تر مخه موجود ول. په همدې اساس د دې کار لپاره به اوس یو «منظم کاري چوکاټ» رامنځته کړای شي.

د یادونې ده، جرمني د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې څه باندې ۲۶زره افغان کډوال منلي دي؛ په دغو کسانو کې ډېر یې په افغانستان کې د جرمني حکومت له اړوندو ادارو او یا د دغه هېواد ځواکونو سره کار کړی دی.

[/restrict]

Views: 354

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.