Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان حکومتي مسوولین: له دولتي وسایطو دې شخصي استفاده نه کېږي

ترینکوټ (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۱): د ارزوګان مسوولین وايي چې دولتي وسایط دې د شخصي ګټو لپاره نه کارول کېږي؛ ځکه چې دغه کار نه یواځې له بیت‌المال سره خیانت دی، بلکې ترسره‎کوونکي یې په منکراتو هم اخته وي.

دغه څرګندونې د اروزګان ولایت مقام کې په جوړه شوې هغې غونډه کې وشوې چې د دغه ولایت د ځایي ادارو د استازو او ولسوالانو په ګډون له نظامه د ملاتړ، له خلکو سره د ښه چلند او په ادارو کې د مراجعینو د کارونو پر وخت هواري لپاره جوړه شوې وه.

د اروزګان د امر بالمعروف ادارې رییس مولوي فقیر وویل، د ولایت په کچه داسې زیات موارد یې لیدلي چې هغه له بیت‌المال سره ستره جفاه بلل کېږي او هغه کسان چې دا ډول کړنې ترسره کوي، په منکراتو اخته دي.

هغه وایي، د بېلابېلو ادارو نظامي وسایط د دې پر ځای چې په وسیله یې د امارت چارې ترسره شي، د خلکو په ودونو او د خوښیو په نورو مراسمو کې کارول کېږي.

د ده په وینا، هر ځای چې د واده ورا روانه وي او یا هم بل داسې مراسم وي، نو ضرور په کې دوه او یا هم درې نظامي وسایط لیدل کېږي.

نوموړي د ولایت او ولسوالیو په کچه په دولتي مرکزونو کې د کم عمره کسانو ساتل، په یو شمېر ادارو کې د دولتي مامورینو له خوا د ږیرو خرېيل او په نظامي ځایونو، یونیفورم او وسایطو باندې د عکسونو لګول هغه کړنې یادې کړې چې د اسلامي امارت د اصولو او شريعت خلاف دي.

هغه له ګډونوالو وغوښتل چې دې برخې ته خاصه پاملرنه وکړي او د مخنیوي لپاره یې خپل مسوولیت ادا کړي.

د غونډې یو شمېر نورو برخه والو هم ټینګار وکړ چې تر خپل توان پورې به د اسلامي امارت اصول مراعاتوي او د پرمختګ په برخه کې به یې هڅې جاري وساتي.

د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان د غونډې برخه والو ته وویل، داسې کړنې ترسره کړئ چې له اسلامي اصولو سره سمې وي او هغه باور چې مشرانو پر تاسو کړی، پر ځای وساتئ.

هغه د امر بالمعروف د رییس د خبرو د تایید ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د ټولو هغو کړنو مخنیوی به کېږي چې له امله یې اسلامي شريعت ته زیان اوړي.

والي وویل، که چېرې همداسې غیرشرعي کړنې د نوموړي اړوند کسانو کې هم وي، نو د اصلاح لپاره یې هر راز کړنې ته چمتو دی.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دغه نظام د راتګ لپاره ورکړل شوو قربانیو ته باید درناوی وشي او مسوولین هغه ډول چارې تنظیم کړي چې په کې د ولس خير او د امارت اصول مراعات شوي وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.