Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل- کندهار پر لویه لار د ښځو لپاره د تشنابونو نشتوالي مسافر له ستونزو سره مخ کړي

غزني ښار (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۱): د کابل- کندهار لویې لارې مسافر وايي، پر دغه لار پر ګڼو ستونزو سربېره د ښځو لپاره د تشنابونو نشتوالی هغه څه دي چې مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغوی زیاتوي، له یوې خوا د لارې خرابوالي او له بلې خوا د ښځو لپاره د تشنابونو او نورو اسانتیاوو نشتوالي پر دغه لار سفر له کړاوونو ډک کړی دی.

د یادې شوې لارې یوه مسافر سمیع‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، پر دغه لار د هېواد له یوه سره تر بله د ښځو په ګډون زرګونه مسافر تګ راتګ کوي خو اړینې اسانتیاوې نه دي ورته برابرې شوې.

دی وايي، د کابل- کندهار پر لار د ښځو لپاره ځانګړي تشنابونه نشته، د اوداسه او لمانځه ځایونه پر ځای پرېږده؛ د لارې په اوږدو کې هوټلونه، دوکانونه، بازارونه، د تېلو پمپونه او جوماتونه شته چې یو او نیم یې تشنابونه لري خو د ښځو لپاره نه دي.

هغه زیاته کړه: «هره ورځ پر دې لار په زرګونو مسافر تګ راتګ کوي چې ښځې او ماشومان هم په کې وي او د درملنې په موخه له یوه ځایه بل ځای ته سفر کوي؛ د سفر پر مهال په دښتو کې د ښځینه مسافرو له خوا د ضرورت رفع کول افغانانو ته عار او شرم ښکاري، په کار ده د لارې په اوږدو کې ښځو ته ځانګړي تشنابونه، د اوداسه او لمانځه ځایونه جوړ شي.»

د یادې لارې موټرچلوونکي هم وايي چې پر دغه لار د نارینه مسافرو په پرتله ښځینه مسافرې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

پر دغه لار د ۵۸۰ ډوله بس موټرچلوونکي نجیب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ چې هر ځای د اوداسه، لمانځه او یا بل ضرورت لپاره موټر دروو نو نارینه راکښته شي خو ښځې بېچاره‌ګانې همداسې په موټر کې ناستې وې، د تشنابونو او نورو اسانتیاوو د نشتوالي له امله ان خپل فرض لمونځ هم نه شي کولای.»

دی وايي، که حکومت پر دغه لار د ښځو لپاره تشنابونه، د اوداسه او لمانځه ځایونه نه دي جوړ کړي، هغو خلکو خو باید جوړ کړي وای چې هوټلونه، دوکانونه، د تېلو پمپونه او نور یې جوړ کړي دي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې تر هر څخه مخکې دې لومړی د دغې لارې د جوړولو غم وخوړل شي او ورسره جوخت دې د لارې په اوږدو کې په مناسبو ځایونو کې د ښځو لپاره تشنابونه، د اوداسه او لمانځه ځایونه جوړ شي.

په خپله ښځې هم وايي، د لارې په اوږدو او بازارونو کې د ښځو لپاره د تشنابونو نشتوالی لویه ستونزه ده او دا له فرهنګ او تهذیبه لرې‌والی ښيي.

د غزني اوسېدونکې او د لاسي صنایعو سوداګره مریم حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «یقیناً، زه د یوې ښځې په حیث وینم چې ښځې د سفر پرمهال له څومره لوی مشکل سره مخ دي، هغه شمېر ښځې چې په اوږده سفر ځي او یا له کلیو ښارونو ته د درملنې او نورو اړتیاوو لپاره ځي، د لارې په اوږدو کې د تشنابونو، د اودس او لمونځ د ځایونو د نشتوالي له امله ډېرو ستونزو سره مخ کېږي؛ په لارو کې قطعاً زنانه تشنابونه نشته، موږ له دولته غواړو چې نه یوازې په لارو بلکې په ښارونو کې هم زنانه تشنابونه جوړ کړي څو دا ستونزې هوارې شي.»

دا زیاتوي، څو ځله یې لیدلي چې په لارو او بازارونو کې خلک اړ شوي ان د کورونو دروازې وټکوي څو ښځینه یې خپل ضرورت رفع کړي.

نوموړې له حکومته غواړي چې د لارې په اوږدو کې د هوټلونو، مارکېټونو او د تېلو پمپونو مالکانو ته امر وکړي چې په میاشت کې دننه د ښځو لپاره تشنابونه، د اوداسه او لمانځه ځایونه جوړ کړي.

چارواکي دا ستونزه مني او وايي، د حل لپاره به یې ژر اقدامات وکړي.

د غزني ښاروال عبدالرازق ضیايي پژواک خبري اژانس ته وویل، رښتیا هم په لارو او ښارونو کې ښځو ته اسانتیاوې نه دي برابرې شوې چې د دوی هم دغې ستونزې ته پام شوی دی.

هغه زیاته کړه، د غزني ښار اړوند د لویې لارې پر سر د ټولو پټرول پمپونو څښتنانو ته امر شوی چې د خپلو پمپونو ترڅنګ دې د ښځو لپاره تشنابونه او جوماتونه جوړ کړي چې دې چارې تر ډېره عملي بڼه خپله کړې ده.

دی وايي، دغه‌راز یې په ښار کې د موټرو تم‌ځایونو مسوولینو ته هم امر کړی چې د ښځو لپاره تشنابونه او جوماتونه جوړ کړي چې تر دې مهاله په ۱۴ تم‌ځایونو کې دا کار شوی او په نورو کې به هم وشي.

خو خلک وايي، یوازې دا بسنه نه کوي، بلکې حکومت باید د یوه منظم پلان له مخې د هېواد پر ټولو لویو لارو د نارینه‌وو ترڅنګ ښځینه مسافرو لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.