ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهر کې پر زده‌کړو د بوختو افغان استادانو معاشونو د ورکړې پرېکړه تایید شوه

بهر کې پر زده‌کړو د بوختو افغان استادانو معاشونو د ورکړې پرېکړه تایید شوه

author avatar
19 Oct 2022 - 09:35
بهر کې پر زده‌کړو د بوختو افغان استادانو معاشونو د ورکړې پرېکړه تایید شوه
author avatar
19 Oct 2022 - 09:35

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د لوړو زده‌‎کړو وزارت وایي، ریاست‌الوزرا په بهر کې پر زده‌‎کړو د بوختو افغان استادانو تنخواګانو د اجراء پرېکړه تاييد کړه.

د ریاست‌الوزراء اداري معاونيت د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون د تېرې وږي مياشتې په ۱۷مه د یوه مکتوب په صادرولو سره د هغو استادانو او دولتي کارمندانو تنخواګانې بندې کړې چې له هېواده بهر زده‌کړې کوي.

له دې پرېکړې وروسته په بهر کې په زده‌‎کړو بوختو یو شمېر استادانو هم اندېښنه ښودلې وه او له حکومته یې غوښتي وو چې پر دې پرېکړه بیا کتنه وکړي.

خو تېره شپه د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په بهر کې په زده‌کړو بوختو استادانو د معاشاتو د اجراء پرېکړه ریيس‌الوزراء تایید کړه.

ده لیکلي: «د ماليې له محترم وزير صاحبه بيا هم په ځانګړي ډول مننه کوو چې موضوع يې ښه درک کړه او ښه ملاتړ يې وکړ.»

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.